د تبعید په سیوري کې د افغانستان د ژغورنې ادعا؛ واقعیت که خیال؟

حامیه نادري

طرز پرس

20 قوس 1403

حبهه.jpg

د طالبانو ضد سیاسي شخصیتونو یوه ډله د «د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع» په نوم یو نوی ائتلاف جوړ کړی دی. دا مجمع، چې د افغانستان د مخکښو سیاسي ګوندونو مشران پکې ګډون لري، د یوې انلاین ناستې له لارې خپله شتون اعلان کړ. خو د دې مجمع ټول غړي په بېلابېلو هېوادونو کې خپاره او په تبعید کې ژوند کوي.

د ملي مجمع غړي: د پېژندل شویو څېرو ترکیب

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع په غړیو کې عبدالرشید دوستم، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، محمد محقق، عطا محمد نور، احمد مسعود، رحمت الله نبیل، سرور دانش، عبد الرسول سیاف او محمد اسماعیل خان شامل دي. د دې شخصیتونو ډېری یې مخکې د «د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» په چوکاټ کې فعالیت کاوه، هغه ډله چې د طالبانو تر واک لاندې کېدو وروسته رامنځته شو.

د دې نوې مجمع په جوړېدو سره، د ملي مقاومت عالي شورا راتلونکی برخلیک مبهم او ناڅرګند دی. معلومه نه ده چې دا شورا به خپل فعالیت ته دوام ورکړي که خپل ځای ملي مجمع ته پرېږدي.

د ملي مجمع موخې او لیدلوری: د پیچلو بحرانونو په وړاندې پراخ پلانونه

دې مجمع خپلې موخې په دې ډول تعریف کړې دي: د طالبانو د مخالفینو ترمنځ همغږي او یووالي رامنځته کول، د افغانستان د بحران پای ته رسول، د عدالت پر بنسټ یوه ملي عصري دولت جوړول، او افغانستان ته د سیمه ییز او نړیوال حیثیت بېرته راوستل.

همدارنګه، دا بنسټ ټینګار کوي چې لومړیتوب یې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو یا نورو نړیوالو ادارو تر څارنې لاندې رغنده مذاکرات او ملي خبرې اترې دي. خو که طالبان همکاري و نه کړي، ملي مجمع به د خپل پلان دویم پړاو پیل کړي. دې پړاو کې لاندې اقدامات شامل دي:

  • د تبعید په حالت کې د انتقالي حکومت اعلان
  • د منظم مقاومت پراختیا
  • پر طالبانو د نړیوالو فشارونو زیاتول
  • د ملي پاڅون لپاره پلان جوړول

د پام وړ خبره دا ده چې ملي مجمع تر اوسه په څرګنده د وسله والې مبارزې خبره نه ده کړې، په داسې حال کې چې ځینې غړي یې، لکه د افغانستان ملي مقاومت جبهه، له طالبانو سره په وسله واله جګړه کې ښکېل دي.

ایا ملي مجمع د افغانستان راتلونکي لپاره ګټوره نسخه لري؟

دا مجمع په داسې حال کې جوړه شوې چې افغانستان د خپلو تر ټولو ژورو سیاسي او ټولنیزو بحرانونو سره مخ دی. طالبان ورځ تر بلې هېواد لا ډېر منزوي کوي او د مخالفینو لپاره فضا تنګوي.
خو اصلي پوښتنه دا ده: ایا د افغانستان مخکیني مشران، چې په دې مجمع کې راټول شوي، کولی شي د اوسني بحران لپاره عملي حل لارې وړاندې کړي؟

پر مخکینیو مشرانو د باور ستونزهکه څه هم دغو سیاسي څېرو یو وخت لوړ ټولنیز نفوذ درلود، خو په تېرو دوو لسیزو کې یې خپل ځای په ډېره کچه له لاسه ورکړی. په جمهوري دوره کې د دوی کړنې، لکه پر شخصي ګټو تمرکز، د شتمنیو لوټل او په بنسټیزو اصلاحاتو کې د مسوولیت احساس نه لرل، د دې لامل شوې چې خلکو باور پرې له لاسه ورکړي.
د جمهوري نظام له سقوط سره، ډېری دا مشران له سیاسي صحنې لرې شول او نه یوازې خپل نفوذ یې له لاسه ورکړ، بلکه هر یو په هر هېواد کې خواره شول. په تېرو درېیو کلونو کې، دوی له طالبانو سره د مقابلې لپاره کوم عملي پلان نه دی وړاندې کړی.

نوي مشران او عملي حل لارې: له تېروتنو څخه زده کړه

د افغانستان اوسنی بحران داسې حل ته اړتیا لري چې عملي او له تېرو تېروتنو څخه زده شوي وي. داسې مشران چې خپله د اوسنیو حالاتو په جوړولو کې ښکېل دي، نه شي کولی د راتلونکي لپاره ګټوره نسخه وړاندې کړي.

د افغانستان خلک داسې مشخص، مؤثر او واقعي برنامو ته اړتیا لري چې د انفعالي سیاستونو او عمومي څرګندونو ځای ونیسي. یوازې د سیاسي مشرانو د رول د بیا تعریف او د حاکمو جوړښتونو د بدلون له لارې، د افغانستان لپاره د ښه راتلونکي هیله کېدلی شي.