په ورستیو کې لېدل کيږي چې د سوریې تحولات طالبانو لپاره ځانګړې اهمیت لري او دغه ډله هڅه کوي چې د دې تحولاتو په رڼا کې په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ رسمي پاڼې راپور ورکړی چې د دې ډلې سیاسي کمیسیون د سوریې پر تحولاتو غونډه کړې ده. په دې غونډه کې له هیئت تحریر الشام ډلې سره د اړیکو پراختیا او د تعامل څرنګوالي په اړه خبرې شوې دي.
خو د سوریې تحولات ولې طالبانو لپاره ډېر مهم دي؟
د سوریې تحولات ښايي په بېلابېلو دلایلو طالبانو لپاره مهمه وي؛ خو موږ یې لږ تر لږه له درې مهمو دلایلو دلته یادونه کولی شو.
پر سیمهییزو او نړیوالو اړیکو اغېز
طالبان له پاکستان څخه د ستراتیژیک ملګري په توګه مایوسه شوي او اوس هڅه کوي چې په سیمه کې نوي ستراتیژیک دوستان پیدا کړي. دوی پوهېږي چې د نړیوالې او سیمهییزې مشروعیت لپاره د ګډو ګټو لرونکي همکارانو ته اړتیا لري. طالبان فکر کوي چې په سیمه کې د اسلامپالو ډلو تقویت به د دوی سیمهییز نفوذ پیاوړی کړي.
پر افراطي ډلو او شبکو اغېز
په سوریه کې ډېرې جهادي او افراطي ډلې فعالیت لري، چې ځینې یې، لکه هیئت تحریر الشام، له طالبانو سره ایدئولوژیک یا عملیاتي اړیکې لري. د بشار اسد رژیم سقوط او د دې ډلو بریا کولی شي په سوریه کې د نوي حکومت سره د طالبانو اړیکې اغېزمنې کړي.
د ایران د سیمهییز موقف کمزوري کول
د اسد د رژیم سقوط وتوانید چې په سیمه کې د ایران رول په ښکاره ډول کمزوری کړي. طالبان دا یو مهم فرصت ګڼي او هڅه کوي چې په سیمه کې خپل ځای تقویت کړي. دوی غواړي داځل له زیاتې پاملرنې کار واخلي او په سیمه کې د ایران له کمزورتيا څخه په ګټه اخېستنې د یو سیمه ييز لوبغاړي په توګه روانه معادله خپل په ګټه وکاروي.
دا دلایل څرګندوي چې که څه هم د سوریې بدلونونه په مستقیم ډول پر افغانستان اغېز نه کوي، خو د طالبانو لپاره له ایدئولوژیک، سیاسي او جیوپولیټیک له اړخه ډېر ارزښت لري. طالبان هیله لري چې د سوریې نوی حکومت د دوی لپاره په سیمه کې یو ملاتړی شي او حتی د طالبانو واکمني په رسمیت وپېژني.
خو د هیئت تحریر الشام د مشرانو څرګندونو ته په کتلو، داسې ښکاري چې دغه ډله به د طالبانو په اړه پرېکړه کولو کې بېړه ونه کړي او په دې برخه کې به نړیوال لیدلوري هم په پام کې ونیسي.