په ژنو کې د عدالت غږ؛ د افغانو ښځو د حقونو اعادې لپاره نړیواله اجماع

حامیه نادري

طرز پرس

9 قوس 1403

af232aef-c223-424f-8ae1-7c1234dd1f11.jpg

د جنسیتي عدالت او حساب ورکونې تر عنوان لاندې کنفرانس د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې د افغانستان لپاره د ښځو د د یوې مجمع په کوربتوب او د اسپانیا او چیلي هېوادونو په همکارۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د افغانستان له خلکو سره د نړیوال ملاتړ او د هغوی د اساسي حقونو د بېرته اعادې غوښتنه وکړه.

بېنټ په خپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې روان وضعیت د «نړیوال وجدان» په درد راولي او له بشري حقونو څخه د سرغړوونکو د عاملینو د قانوني څارنې پر اړتیا یې ټینګار وکړ. هغه د لاریونونو، تعلیم او کار په څېر د حقونو بېرته راوستل بنسټیز الزامات وبلل او جنسیتي عدالت یې د افغانستان د خلکو د غوښتنو، نه بېلېدونکې برخه وګنله.

دا ناسته د اروپایي هېوادونو استازو او یو شمېر د سیاسي او بشري حقونو فعالانو په ګډون لکه شکریه بارکزی، شهرزاد اکبر، اصیلا وردک، حبیبه سرابي، زهرا جویا او فوزیه کوفي سره ترسره شوه.

د اسپانیا او چیلي سفیرانو په دې ناسته کې د افغان ښځو د ملاتړ او په افغانستان کې د عدالت پر تأمین ټینګار وکړ. د چیلي سفیر ګډونوالو ته وویل: «افغان ښځې نړیوال اتحاد او عدالت ته اړتیا لري، نه یوازې خواخوږي.» هغه زیاته کړه: «د افغانستان د ښځو لپاره عدالت نن تر هر وخت زیات مهم دی.»

فوزیه کوفي، چې د افغانو ښځو د حقونو مخکښه فعاله ده، په دې ناسته کې ټينګار وکړ: «موږ باید هغه کسان حساب ورکوونکي کړو چې د جنس، مذهب او قومیت پر بنسټ ظلم کوي.» هغې د طالبانو لخوا د بشري حقونو سخت نقض د بشریت پر وړاندې یو جرم وباله او دا یې د زموږ د پېړۍ قهر وبلله.

کوفي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې سیاست یوې خوا ته کړي او د افغانستان د عدالت د بېرته راوستلو لپاره ګامونه واخلي. هغې وویل: «اوس وخت راغلی چې باور پر نړیوالو حقونو او عدالت بیا را ژوندی شي.»

دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې تازه شپږ هېوادونو په رسمي ډول د افغان ښځو د حقونو د نقض قضیه نړیوالې جزایي محکمې ته سپارلې او له دوی یې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر دوامداره نقض تمرکز وکړي.