طرز پرس: یواځې څو ساعته له دې مخکې چې د ۲۰۲۴ کال د طلايي توپ مراسم په رسمي ډول پیل شي، د فوټبال د نړۍ تر ټولو لوی راز په ډاګه شو. هغه راز چې یوازې یو کس پکې ونډه لرله. دا هر څه له هغه وروسته پیل شول چې ریال ماډریډ وپوهېد چې وینیسیوس جونیور د جایزې ګټونکی نه دی او همدا مالومات وکولای شو چې د فرانس فوټبال سورپرایز کوونکې نقشه خرابه کړي.
د اکیپ ورځپاڼې مدیر او د دې مراسمو تنظیموونکی وینسنټ ګارسیا، یوازېنی کس و چې تر وروستۍ شیبې پورې له پایلې خبر و. هغه د دې راز د ساتلو لپاره ژمنه کړې وه، څو د ګټونکي نوم بهر ته ونه وځي او د تیاتر دوشاتلې په تالار کې لوبغاړي او حاضرین په بېخبري او حیرانتیا کې د ګټونکي اعلان وګوري. خو له ټولو تدابیرو سره سره، دا لوی راز افشا شو او ریال ماډریډ له دې پایلې خبر شو.
د ګارسیا د امنیتي تدابیرو له مخې، ان ګټونکی کلب هم باید له پایلې نه وای خبر شوی او په دې اړه د ګټونکي وروستۍ مرکه تر رسمي اعلان دمخه پلان شوې نه وه. سره له دې چې یوازې هغه او د مراسمو جوړونکی له پایلې څخه خبر و، ګارسیا غوښتل چې د فوټبال نړۍ ته لوی سورپرایز وړاندې کړي. خو له ټولو تدابیرو سربېره، دا ارزښتناک مالومات د رسنیو، په ځانګړې توګه د ریال ماډریډ کلب ته ورسېدل او هغوی له وروستۍ پایلې خبر شول.
له همدې خبر سره، ریال مادرید پریکړه وکړه چې د خپلو هغو ۵۰ غړو ګډون لغوه کړي چې دې مراسمو کې د ګډون لپاره یې تایید کړی و او له سفر څخه ډډه وکړي. دا اقدام د مراسمو تنظیموونکي حیران کړل او د افه خبري اژانس په وینا، هغوی د کلب غبرګون «نه پوهیدونکی» وباله.
ګارسیا، په یوه مرکه کې له هغو فشارونو یادونه وکړه چې د کلبونو او لوبغاړو استازو له لوري پرې وارد شوي وو چې د پایلې د افشا کولو غوښتنه یې درلوده: «ډېر خلک هڅه کوله چې د بریالي کس په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو موږ قوانین بدل کړل او پر خپلو ژمنو به ودرېدو.»
همدارنګه ګارسیا له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «ریال مادرید پر ما فشار راوړ چې پوه شي چې آیا وینیسیوس ګټلی دی که نه. شاید زما چوپتیا هغوی دې فکر ته ورسول چې بایلونکي دي او ځکه یې په مراسمو کې ګډون ونه کړ. زه په ناخوښه ډول له دې پریکړې څخه حیران شوم، خو نه غواړم شپه په دې موضوع خبرې کولو سره تېره کړم. زه غواړم د رودری په اړه خبرې وکړم، چې زموږ ګټونکی دی.»