طالبان او چین؛ ټيڼګ اقتصادي اړیکې او پراخ سیاسي تعامل

حاميه نادري

طرز پرس

7 عقرب 1403

resizecom_chinas-afghan-diplomatic-push-impact-on-regional-stability-v0-2nSOmn-wCCuCMp6TbsGy_2YOr_gqhxf42ZBGdFgQbJE.webp

طرز پرس: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، چین له هغو لومړنیو هېوادونو څخه شمېرل کيږي چې په دې هېواد کې یې خپل حضور او نفوذ زیات کړی دی. د چین او طالبانو ترمنځ اړیکې، چې په ځانګړي ډول د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته رامنځته شوې، په دوامداره توګه په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې پراخې شوي او نوې بڼې یې پیدا کړې دي. دا همکارۍ د دواړو خواوو پر متقابلو ګټو ولاړې دي، خو ځانګړي پیچلتیاوې لري چې د ایډیالوژیکو توپیرونو، سیمه‌ییزو ننګونو او د طالبانو او چین د ځانګړي حکومتولۍ له ماهیت څخه سرچینه اخلي.

۱- د چین او طالبانو ترمنځ اقتصادي همکارۍ

چین هڅه کوي چې افغانستان د خپل ستر اقتصادي پروګرام د «یو کمربند، یوه لاره» برخه وګرځوي. دا اقتصادي پلان د چین د اقتصادي او سوداګریزو پراختیایي اهدافو د یوه محور په توګه په نښه شوی، چې موخه یې د هېوادونو او بېلابېلو بازارونو د تجارتي او ترانسپورتي لارې شبکې سره وصلول دي. له دې امله، افغانستان د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له کبله، چې د مرکزي او جنوبي آسیا تر منځ پروت دی، د دې پلان یو مهم ټکی ګڼل کېږي.

چین د افغانستان د اقتصاد د ملاتړ لپاره او همدارنګه د دې هېواد د طبیعي زیرمو د ترلاسه کولو لپاره یو لړ مهم ګامونه اخیستي، لکه د افغانستان لپاره د صادراتو په برخه کې د مالیې معافیت. هغه توکي چې افغانستان چین ته صادروي، پکې معدني ډبرې، وچه مېوه، غالۍ او زعفران شامل دي. پر دې سربېره، په افغانستان کې د چینایي پانګوالو په لویو معدني پروژو کې، لکه د مس عینک او د آمو د سیند په حوزه کې، پانګونه ښکاره کوي چې چین غواړي د افغانستان د طبیعي زیرمو له کارولو سره د طالبانو اقتصادي بنسټونه پیاوړي کړي. دا ګامونه د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا او د کار د پیدا کېدو امکانات برابروي او چین ته دا اجازه ورکوي چې د افغانستان له معدني زیرمو څخه د خپلو اقتصادي ګټو لپاره هم استفاده وکړي.

۲- په افغانستان کې د چین فعاله ډیپلوماسي

چین په ډیپلوماتیکه برخه کې هم په افغانستان کې په پراخه کچه فعاله شوې ده. له طالبانو سره د چین د سیاسي اړیکو د پراختیا یو له لومړیو ګامونو څخه په کابل کې د نوي سفیر استول او په پیګنګ کې د طالبانو د سفیر منل و. دا اقدام د چین او طالبانو تر منځ د سیاسي اړیکو د ژورتیا نښه ده. په حقیقت کې، چین لومړنی هېواد دی چې په پیکنګ کې یې د طالبانو سفیر ومنلو او په غیر مستقیم ډول یې طالبان د یوه دولت په توګه وپېژندل.

چین، که څه هم په رسمي ډول طالبانو ته د افغانستان د قانوني حکومت په توګه مشروعیت نه دی ورکړی، خو په پیکنګ کې د طالبانو د سفیر له منلو سره یې ښکاره کړه چې په ګډو ګټو کې د همکارۍ د لا زیاتولو لپاره چمتو دی. دا ډیپلوماسي طالبانو ته دا فرصت برابروي چې په نړیواله کچه خپل موقف پیاوړی کړي او د چین په ملاتړ، چې یو لوی اقتصادي او سیاسي قدرت دی، له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې هم پراخې کړي.

۳- امنیتي او جیوستراتیژیکې همکارۍ

چین له افغانستان سره په پوله پروت دی او په سینکیانګ ولایت کې د اویغور وسله والو ډلو له امنیتي ستونزو څخه سر ټکوي. په همدې دلیل له طالبانو سره د امنیتي اړیکو د ټینګښت لپاره لېوالتیا لري. چین په افغانستان کې د بنیادپالو ډلو او اویغور وسله والو د فعالیتونو په اړه اندیښنه لري او هڅه کوي چې له طالبانو سره په همکارۍ، د خپلو امنیتي ګواښونو مخه ونیسي. په همدې موخه، چین له طالبانو څخه د هغه ژمنې غوښتونکی دی چې د افغانستان خاوره به د افراطي ډلو لپاره د پناه ځای په توګه نه کارېږي.

ګډې زیربنایي پروژې، لکه د واخان دهلیز، هم د چین په پلان کې شاملې دي ترڅو په سیمه کې یوه خوندي او باثباته شبکه جوړه کړي. دا دهلیز، چې افغانستان د چین سینکیانګ سیمې سره نښلوي، کولی شي د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو راکړو ورکړو او اقتصادي همکاریو لپاره ډېر فرصتونه رامنځته کړي او په عین حال کې کولی شي د سیمې امنیت ته ګډه ورسوي، په ځانګړي ډول د چین ختیځو پولو په اوږدو کې امنیتي ګواښونه له منځه يوسي.

۴- افغانستان د چین د «یو کمربند، یو سړک» ستراټیژۍ د یوې برخې په توګه

چین، افغانستان د «یو کمربند، یو سړک» پروژې یوه مهمه برخه ګڼي. دا پروژه چې موخه یې په نړیواله کچه د سوداګریزو او اقتصادي لارو یوه شبکه جوړول دي، غواړي د سویلي آسیا، مرکزي آسیا او منځني ختیځ بازارونه سره ونښلوي. د افغانستان جغرافیوي موقعیت او توپوګرافي، دا هېواد د دې سیمو ترمنځ د یوه پل په توګه بدلوي، چې چین ته د دې زمینه برابروي چې د خپلو محصولاتو لپاره نوي بازارونه رامنځته کړي او د افغانستان له معدني سرچینو څخه د خپلو صنعتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګټه واخلي.

سربیره پر دې، افغانستان د مرکزي آسیا او منځني ختیځ بازارونو ته د لاسرسي لپاره د احتمالي لارې په توګه د چین لپاره ستراتیژیک اهمیت لري. د «یو کمربند، یو سړک» پروژه یوازې په اقتصادي او سوداګریزو پرمختګونو تمرکز نه کوي، بلکې موخه یې دا هم ده چې په سیمه کې یوه باثباته او خوندي اقتصادي شبکه رامنځته کړي، چې په غیر مستقیم ډول د چین ملي امنیت پیاوړی کوي.

۵- له طالبانو سره په تعامل کې د چین او پاکستان اتحاد

چین په افغانستان کې له طالبانو سره د خپلو تعاملاتو په جریان کې د پاکستان مشورې او ستراتیژیو ته هم پام کوي. پاکستان، چې له اوږدې مودې راهیسې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د دې ډلې یو له اصلي ملاتړ کوونکو څخه ګڼل کېږي، هڅه کوي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې او د چین ملاتړ په کارولو سره، په افغانستان کې خپل نفوذ نور هم پیاوړی کړي. د چین، پاکستان او طالبانو درې اړخیزه همکاري د درې واړو هېوادونو ګډې ګټې په پام کې نیسي او هغوی ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له اقتصادي، امنیتي او سیاسي فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

دا اتحاد همدارنګه چین او پاکستان ته دا زمینه برابروي چې د یوه سیمه‌ییز قدرت په توګه، په افغانستان کې د تحولاتو څارنه وکړي او د ګډو پانګونو او زیربنایي پروژو له لارې په افغانستان کې خپل نقش تضمین کړي.

۶- له طالبانو سره په همکارۍ کې د چین ننګونې او فرصتونه

که څه هم چین او طالبان هڅه کوي چې خپلې اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې کړي، خو دا اړیکې د خپلو ځانګړو ننګونو څخه جلا نه دي. د چین او طالبانو ترمنځ ایډیالوژیک توپیرونه ښايي په اوږدمهال کې د دواړو ترمنځ په اړیکو کې ستونزې رامنځته کړي. طالبان چې له عقیدتي او ایډیالوژیک پلوه له چین سره ژور اختلافات لري، کېدای شي په راتلونکي کې د چین د اقتصادي او کلتوري سیاستونو سره په تعامل کې له ستونزو سره مخ شي.

له بلې خوا، چین د خپل دولت د ماهیت او د بشري حقونو او ډیموکراسۍ مسایلو ته د نه پاملرنې له امله، له طالبانو سره په تعامل کې کومه ستونزه نه ویني او خپلې اقتصادي او جیو سټراټیژیکې ګټې ته زیات تمرکز کوي. دا کار کېدای شي په لنډمهال کې همکارۍ اسانه کړي، خو په اوږدمهال کې به د ایډیالوژیک توپیرونو او سیمه‌ییزو ننګونو له امله د دې اړیکو دوام له یوه لویه ستونزې سره مخ شي.

ټولیزه ارزونه

چین او طالبان، سره له دې چې ایډیالوژیک توپیرونه او سیاسي ننګونې لري، په ځانګړي توګه اقتصادي او امنیتي برخو کې د ګډو ګټو پر اساس خپلې همکارۍ پراخې کړې دي. چین د «یو کمربند، یو سړک» پروژې په کارولو او د افغانستان په زیربناوو او معدني پروژو باندې تمرکز کولو سره هڅه کوي چې په دې هېواد او سیمه کې خپل نفوذ پیاوړی کړي.

دا همکارۍ نه یوازې طالبانو ته دا فرصت برابروي چې د چین له اقتصادي او سیاسي ملاتړ څخه ګټه واخلي، بلکې چین ته هم دا زمینه برابروي چې د یو نړیوال ځواک په توګه له افغانستان څخه د مرکزي او سویلي آسیا بازارونو ته د ارتباط پل په توګه استفاده وکړي. د موجودو ننګونو او پیچلتیاوو سربیره، دا همکارۍ په اوس وخت کې د دواړو لوریو لپاره ګټورې دي او ممکن په راتلونکي کې د چین د بهرني سیاست د یوه مهم محور په توګه په سیمه کې پاتې شي.