طرز پرس: افغانستان د لړم په شپږمه نېټه د ورزش په ډګر کې د تاریخي او لویو بریاوو شاهد و، چې د هیواد د ځوانانو ټیمونه په کرکټ او فوټبال کې د پام وړ ویاړونه ترلاسه کړل. دا لاسته راوړنې د افغانستان د سپورت په تاریخ کې یو مهم پړاو بلل کیږي او د نوي نسل د لوبغاړو د پرمختګ او هڅو څرګندویي کوي.
په اسیا جام کې د افغانستان د کرکټ «الف» ټیم اتلولي
د افغانستان د کرکټ «الف» ملي ټیم د لومړي ځل لپاره د اسیا د ځوانانو په جام کې اتلولي ترلاسه کړه. په عمان کې د پایلوبې په سیالۍ کې، د افغانستان ټیم د سریلانکا ټیم ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ. دا بې ساري او مهمه بریا د افغانستان د کرکټ د پرمختګ یوه نښه ګڼل کیږي.
په دې سیالۍ کې، سریلانکا پچه وګټله او د «بیټینګ» پرېکړه یې وکړه. سریلانکا په ۲۰ اوورونو کې د ۷ ویکټو په زیان ۱۳۴ منډې جوړې کړې چې د افغانستان لپاره هدف وټاکل شو. خو د افغانستان د کرکټ الف ټیم په ځان باور او لوړ مهارت سره دا هدف په ۱۸.۱ اوورونو کې او د ۳ ویکټو په زیان ترلاسه کړ.
د افغانستان ځوان ستوری صدیق الله اتل په دې سیالۍ کې په ۵۵ منډو سره فوقالعاده وځلېد او د ټیم په بریا کې یې مهم رول ولوباوه. د هغه تر څنګ، کریم جنت ۳۳ منډې، درویش رسولی (د ټیم کپتان) ۲۴ منډې، او محمد اسحاق ۱۶ منډې جوړې کړې.
په بالینګ کې، بلال سمیع او اللهمحمد غضنفر ښه لاسته راوړنې لرلې. بلال سمیع درې ویکټې واخېستې او اللهمحمد غضنفر په ۱۴ منډو سره دوه ویکټې ترلاسه کړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو. صدیق الله اتل بیا په پنځه سیالیو کې له پنځوسو زیاتو منډو جوړولو سره د سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا بریا د افغانستان لپاره ځانګړې اهمیت لري. د افغانستان د کرکټ الف ټیم له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دې سیالیو کې برخه اخیستې وه، خو دا لومړی ځل و چې دغه تاریخي اتلولي یې ترلاسه کړه او افغانستان یې د هغو هیوادونو په کتار کې ودراوه چې تل یې د آسیا د ځوانانو جام کې اتلولي ترلاسه کړې، لکه پاکستان، سریلانکا او هند.
د اسیا جام ته د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ټيم پورته کېدل
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي ټیم هم د لړم په شپږمه نېټه د هیواد لپاره بله مهمه بریا ترلاسه کړه. دې ټیم د آسیا جام په مقدماتي سیالیو کې د بنګلهدیش ټیم ته ۳-۲ په توپیر ماتې ورکړه او د آسیا د ۱۷ کلنو فوټبال جام ته یې د ګډون جواز ترلاسه کړ.
د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي ټیم په مقدماتي سیالیو کې هم په زړه پورې فعالیت درلود. دې ټیم د بنګلهدیش سره تر وروستۍ سیالۍ وړاندې، د فلیپین، ماکاؤ او کمبودیا ټیمونه په قاطعانه ډول مات کړي وو او د ۱۲ امتیازونو په ګټلو سره د "B" ګروپ سرلاري شو او د همدې ګروپ د غوره ټیم په توګه د آسیا جام ته پورته شو.
د آسیا د ۱۷ کلنو فوټبال جام به د ۲۰۲۵ کال د اپریل له دریمې نېټې څخه تر شلمې پورې ترسره شي چې د آسیا ۱۶ غوره ټیمونه به پکې ګډون ولري. د دې سیالیو لپاره د افغانستان د ۱۷ کلنو ټیم صعود یوه لویه لاسته راوړنه ده، ځکه چې د ۱۷ کلنو نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره، چې په همدغه کال په قطر کې ترسره کیږي، اړتیا لري چې حد اقل له ګروپي پړاو څخه حذفي پړاو ته صعود وکړي.
دا سیالۍ له ۱۹۸۵ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د ۱۶ کلنو د آسیا فوټبال جام په نوم ترسره کېدې. په ۲۰۲۳ کال کې، د آسیا فوټبال کنفدراسیون د دې سیالیو نوم د ۱۷ کلنو د آسیا فوټبال جام ته بدل کړ. د افغانستان ټیم په تاریخ کې یوازې په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کې په دې سیالیو کې ګډون کړی و او دواړه ځله په ګروپي پړاو کې ماتې خوړلې وه او حذفي پړاو ته نه و رسېدلی. خو د وروستۍ بریا سره، اوس په دې دور کې د لوړو پړاوونو ته د رسېدو هیله زیاته شوې ده.