د امریکا مخکینی ولسمشر او ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د ایران د حکومت د نسکورولو ګواښ وکړ او ټینګار یې وکړ چې ایران د امریکا دښمن دی.
ټرمپ دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه "Truth Social" کې وکړې او یوځل بیا لکه خپل د ولسمشرۍ د وخت په څېر د ایران د حکومت پرضد ګواښونکي ژبه وکاروله.
هغه وویل چې د ایران په لاس د ده د وژل کېدو احتمال هر وخت موجود دی، خو هیله یې څرګنده کړه چې د امریکا رهبران به ایران د ځمکې له مخې ورک کړي.
دونالډ ټرمپ لیکلي: «که ولسمشر ټرمپ ووژل شي او دا احتمال تل موجود دی، زه هیله لرم چې امریکا به ایران نابود کړي او د ځمکې له مخه یې له منځه یوسي که دا ډول اقدام ونه شي، د امریکا مشران به ډارن وګڼل شي»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ټرمپ د ترور په ناکامه هڅه کې د ایران د ښکېلتیا په اړه راپورونه ورکړل شوي وو، خو ایران دا خبره رد کړې ده. د ټرمپ د ترور له ناکامې هڅې وروسته د امریکا د استخباراتو ادارې د هغه د خوندي ساتلو لپاره خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
ټرمپ: که ایران زه ووژلم، نو د امریکا له مشرانو هیله لرم چې د ځمکې له مخې یې ورک کړي
طرز پرس
5 اسد 1403