طرز پرس: اسراییل په رسمي ډول خبر ورکړ چې د ایران توغندیزو بریدونو ته په ځواب کې، په تهران کې یې یو شمېر ټاکل شوي نظامي اهداف په نښه کړي دي. په ورته وخت کې، سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې په دې برید کې هیڅ مداخله نه لري.
اسراییل په یوه بیان کې رسماً ومنله چې په تهران کې یې خپل هوایي بریدونه پیل کړي دي. په دغه بیان کې ویل شوي دي چې اسراییل «همدا اوس په ایران کې پر نظامي اهدافو دقیق هوایي بریدونه ترسره کوي.» په بیان کې راغلي چې دا عملیات «د ایران د رژیم د پرلهپسې بریدونو په ځواب کې ترسره کېږي او اسراییل د نورو خپلواکو هېوادونو په څېر حق او وظیفه لري چې ځواب ورکړي.»
په ورته وخت کې یو امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي چې اسرائیل یوازې څو شېبې وړاندې له برید څخه، امریکا ته خبر ورکړی و. دغه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي چې امریکا په دې عملیاتو کې هیڅ ګډون نه لري. په همدې حال کې، سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ فارس هم تایید کړې چې د ایران یو شمېر نظامي اډې د هوایي بریدونو پر مټ په نښه شوي دي.