تازه خبرونه

zalmay.jpg

خلیلزاد: د مالیه ورکونکو پیسې باید د امریکا ضد تبلیغاتو لپاره ونه کارول شي

افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی، زلمی خلیلزاد، وایي چې د مالیه ورکونکو بودیجه باید د امریکا ضد تبلیغاتو لپاره ونه لګول شي. نوموړي د ایلان ماسک د څرګندونو ملاتړ کړی او په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د «امریکا غږ» او «ازادي راډیو» فعالیتونه باید له نږدې وڅېړل شي.
12121212.jpg

طالبانو د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره د نظامي عملیاتو ادعا رد کړه

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، هغه راپورونه ناسم بللي چې وایي پاکستان ممکن د داعش پر ضد د افغانستان په خاوره کې نظامي عملیات ترسره کړي.
00000089.jpeg

طالبان وايي امریکا ته د هیلوکوپټرو لیږدول دوی ته د منلو نه دي

د طالبانو دفاع وزارت له متحده ایالاتو څخه غوښتنه کړې چې هغه اووه «بلک‌هاوک» هلیکوپټرونه، چې تازه له ازبکستان څخه امریکا ته انتقال شوي، بېرته افغانستان ته وسپاري.
07dc-hegseth1-kjgb-facebookJumbo.jpg

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستان څخه د وتلو ناسم بهیر به وڅېړو، څو اصلي ستونزه معلومه شي

د امریکا د دفاع وزیر، پیت هګست، اعلان کړی چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو بهیر به وڅېړي، ترڅو معلومه شي چې کومې تېروتنې شوې او ولې تر اوسه هېڅوک ځواب ویونکی نه دی.
GjMOLu_bQAAjeOj.jpeg

په سائوپائولو کې د الوتکې سقوط؛ دوه مړه او څو ټپیان

د برازیل د سائوپائولو ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې د یوې الوتکې سقوط له کبله دوه کسان وژل شوي او تر اوسه د څو نورو کسانو د ټپی کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. دا پېښه په ځايي وخت نن سهار رامنځته شوې او په خپاره شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې یو بس هم د دې پېښې له امله اور اخیستی دی.
63592215a310fd2beca926ec.jpeg

له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د ادغام په برخه کې د پاکستان او چین ګډې هڅې

چین او پاکستان موافقه کړې چې د افغانستان د ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د بېرته ادغام په برخه کې به خپلې همکارۍ پراخې کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا خبر تایید کړی دی.
WhatsApp Image 2025-02-04 at 15.06.33_0e8f853c.jpg

احمد شرع له اردوغان سره پر نظامي همکاريو خبرو لپاره انقرې ته ورسېد

د سوریې موقت ولسمشر احمد شرع او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني نن سې شنبه «د سلواغې۱۶مه» د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره پر ګډو نظامي همکاريو د خبرو لپاره انقرې ته رسېدلی دی.
OIP.jpeg

طالبانو د «بېګم راډیو» پر نشراتو بندیز ولګاوه

کابل – د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د ښځو اړوند د «بېګم راډیو» نشرات بند کړي دي. دا اقدام د ملا هبت الله د سخت دريځو پالیسیو د دوام یوه برخه بلل کېږي.
423081_8329357_updates.webp

ذبیح‌الله مجاهد د طالبانو د رهبرۍ په کچه فکري اختلافات تایید کړل

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د دوشنبې په ورځ په یوه آنلاین غونډه کې ومنله چې د طالبانو د رهبرۍ په کچه فکري اختلافات شته، خو ټینګار یې وکړ چې دا اختلافات د جګړې یا د طالبانو د نظام د ړنګیدو لپاره کوم ګواښ نه دي.
213_00131 copy.png

یونما په خپل دفتر کې د ډزو له کبله د دوو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر تایید کړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یونما) تایید کړ چې په کابل کې د دې سازمان په دفتر کې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.