طرز پرس: د افغان فلم جوړونکې رویا سادات مستند فلم «د سولې تېره پوله» د دوشنبې په شپه، د لړم په ۲۸مه نېټه، د بروکسل په اروپایي پارلمان کې نندارې ته وړاندې شو. د دې مستند جوړول د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په جریان کې پیل شوي وو او سږ کال بشپړ شو. دا فلم د افغانستان د ښځو د بېدمې مبارزو کیسه کوي چې د سیاسي او ټولنیزو بحرانونو په زړه کې یې ترسره کړې دي.