تازه خبرونه

0DE1FC12-2E35-4E4D-A000-EAD080B8BE05_cx4_cy8_cw89_w1200_r1.jpg

دوستم: د روان وضعیت د بدلون لپاره په ملي او نړیواله کچه هلې ځلې کوم

مارشال عبدالرشید دوستم، چې د جهادي قومندانانو له پخوانیو مشرانو او د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال و، وایي چې د افغانستان د اوسني وضعیت د بدلون لپاره، چې اشاره یې د طالبانو حکومت ته ده، په ملي او نړیواله کچه هلې ځلې کوي.
mhmd-sdq-khn-01.jpg

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته ورسید

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق، نن څو ساعته مخکې کابل ته ورسید. ټاکل شوې ده چې نوموړی د خپل سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه خبرې وکړي.
15-12-10-173024nabil.jpg

نبیل: طالبان او بهرني ځواکونه د افغانستان د راتلونکي ټاکلو حق نه لري

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس، رحمت‌الله نبیل، ټینګار کړی چې افغان ولس پرته هېڅوک د هېواد د راتلونکي ټاکلو حق نه لري. د نوموړي وینا، «نه طالبان، نه بهرني ځواکونه، او نه هغه ماضي چې د ټولو پر اوږو دروند بار دی، د دې هېواد د راتلونکي ټاکلو حق نه لري.»
Gme0SnBbgAAMbl4.jpeg

کابل ته د زلمي خلیلزاد په ګډون د امريکايي پلاوی لومړی سفر

په لومړي ځل د امريکا یو پلاوی افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره یې کتلي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پلاوي کې د بنديانو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ټرمپ ځانګړی استازی او د افغانستان په چاروکې د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد شامل دي.
4.png

ترکیې کې د امام‌اوغلو نیولو ته په غبرګون کې لاریونونه؛ مظاهره‌چیانو امنیتي کرښې ماتې کړې

د استانبول د ښاروال اکرم امام‌اوغلو تر نیول کېدو وروسته، په ترکیه کې پراخ اعتراضونه پیل شوي دي. وروستي راپورونه ښيي چې مظاهره‌چیانو په استانبول کې د امنیتي ځواکونو څو کرښې ماتې کړي او د دولتي ادارو پر لور خوځېدلي دي. پولیس د لاریونوالو د کنټرول لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو شيندونکو ماشینونو څخه کار اخلي، خو لا هم د ناآرامیو لمنه پراخیږي.
00000001.png

نوروز؛ ګاونډیو هېوادونو کې د خوشالۍ شور او په افغانستان کې چوپتیا

د پسرلي جشن «نوروز»، سږ کال هم په ګڼو هیوادونو کې په خوښۍ سره ولمانځل شو. په ترکیه کې د کردستان آغري ښار مرکز کې زرګونه کسان راټول شول او دا ورځ یې د موسیقۍ، محلي نڅاګانو او کوردي دودیزو جامو سره ونمانځله. ښځو او ځوانانو د رنګینو کوردي جامو سره دې جشن ته ځانګړی ښکلا ورکړه او ښار ته یې د ژوند او خوښۍ تازه ساه وبښله.
34.jpg

طالبان د افغانستان د خپلواکو رسنیو پر وړاندې ګواښ دي

په داسې حال کې چې پرون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د خبریالانو ملي ورځ ولمانځل شوه، خو په افغانستان کې د مطبوعاتو وضعیت له سختو محدودیتونو سره مخ دی. له هغه وخت راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، خبریالان له سیستماتیکو فشارونو، خپل‌سرو نیونو او سانسور سره مخ دي.
ذبیح_الله_-مجاهد-550x295.webp

طالبان: یوناما باید د افغانستان پرمختګونه په سمه توګه منعکس کړي

کابل- په داسې حال کې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو او د خلکو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو او سخت‌دریځو سیاسي تګلارو په اړه اندېښنه لري؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي: «یوناما باید د افغانستان امنیتي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه په سمه توګه منعکس کړي.
_99880966_10376031_683971484972401_667697271264829807_n.jpg

رحمت‌الله نبیل: طالبان د اسلام او بشریت پر تندي د ننگ داغ دي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس، رحمت‌الله نبیل، په خپلو تازه څرګندونو کې، طالبان «د اسلام او بشریت پر تندي د ننگ داغ» بللي او ویلي یې دي چې دا ډله نه یوازې له اسلامي اصولو پردي دي، بلکې د بشري ارزښتونو پر وړاندې هم یو جدي ګواښ دی.
maxresdefault.jpg

سراج‌الدین حقاني: موږ وایو امن دی، خو په چیک‌پاینټونو کې خلک وژل کېږي

طرز پرس ته د سراج‌الدین حقاني غږیز کلیپ رسېدلی چې پکې نوموړی د طالبانو په لیکو کې د خپل‌سرو وژنو په اړه اندېښنه څرګندوي.