تازه خبرونه

4844144.jpg

طالبانو د ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته ۱۲ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، ویلي چې دې ډلې د خپلو ځانمرګو بریدګرو کورنیو څخه د ملاتړ لپاره، ۱۲ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې دي. نوموړي دا څرګندونې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې کړې، چې د وري ۱۲مه د اېکس په پاڼه خپره شوې ده.
dac1f273e0d3ed8ae04523670aa7.jpg

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره: امریکا باید د پوتین د چلونو ښکار نه شي

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره، آنالنا بئربوک، نن سه‌شنبه په یو نه‌اعلان شوي سفر کې د اوکراین پلازمینې کی‌یف ته ورسیده. الماني رسنیو ویلي چې دا سفر له اوکراین څخه د آلمان د ملاتړ د دوام په هدف ترسره شوی دی.
111.jpg

اشرف غني: اصلي ستونزه مشروعیت دی او موږ باید سختو پرېکړو ته تیار شو

د افغانستان د جمهوري دولت وروستی ولسمشر محمد اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې طالبانو ته په غیرمستقیمه توګه اشاره کړې او ویلي چې د افغانستان اصلي ستونزه د مشروعیت مسئله ده او طالبان باید د بدلون لپاره سختې پرېکړې ته تیار شي.
00009.png

د طالبانو په حکومت کې د آی‌اس‌آی پراخ نفوذ په اړه یو محرم سند خپور شو

تازه په ټولنیزو رسنیو کې یو محرم استخباراتي سند خپور شوی، چې د طالبانو په حکومتي اداروکې د پاکستان استخباراتي اداره (آی‌اس‌آی) پراخ نفوذ په ډاګه کوي. دا مکتوب د طالبانو د استخباراتو د ۳۷۶ ریاست لخوا د وري میاشتې په لومړۍ نېټه، شاوخوا یوه اوونۍ مخکې، صادر شوی دی.
WhatsApp Image 2025-03-27 at 15.40.15_d922b77e.jpg

کندز کې د یو ځوان سوداګر ترې تم کېدل؛ حاجي ستار دوه اونۍ کیږي چې ورک دی

طرز پرس ته د رسېدلیو معلوماتو پر بنسټ، حاجي ستار د امام‌صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی و چې په باسوس ښارګوټي کې یې د غنمو تجارت کاوه. هغه د دې ولایت د یوه پیژندل شوي سوداګر کورنۍ غړی دی، چې ورور او ماما یې هم په سوداګریزو چارو بوخت دي.
6622.png

شهباز شریف ته پرانیستی لیک؛ د افغان کډوالو د شړلو پرېکړې ته د بیا کتنې غوښتنه

یو شمېر افغان کډوال د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته پرانیستی لیک استولی او له نوموړي یې غوښتنه کړې چې افغانستان ته د کډوالو د شړلو په پرېکړې له سره غور وکړي.
OIP (1).jpeg

د ملاهبت الله اختریز پیغام؛ له مسوولیتونو تېښته او د خلکو له ستونزو سترګې پټول

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله آخندزاده، چې تر اوسه د امنیتي ستونزو له وېرې عام محضر ته نه‌دی را څرګند شوی، په خپله تازه اختریزه وینا کې بیا هم د پخوا په څېر تکراري ادعاوې کړي او د افغانستان د خلکو اساسي ستونزو ته‌یې هیڅ اشاره نه‌ده کړې.
OIP.jpeg

له افغانستان څخه د بې پروا وتلو په تړاو پر بایډن د سپیني ماڼۍ توندې نیوکې 

له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو له بې پروا او غیر مسولانه وتلو تر درې کاله وروسته، لا هم هېڅ امریکايي چارواکی د دې ستراتيژيک ناکامۍ له امله نه محاکمه شوی او نه یې حساب ورکړی. دا وتل، چې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو، د کابل د چټک سقوط، او د ۱۳ امریکايي سرتېرو او لسګونو افغان ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شو، اوس هم تر سختو نیوکو لاندې دی.
1239645935.jpeg

طالبان د داعش د ګواښونو تر سیوري لاندې د امنیت په اړه د ایراني چارواکي له څرګندونو هرکلی وکړ

د طالبانو یو ویاند په افغانستان کې د امنیت په برخه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، له څرګندونو هرکلی کړی دی. عراقچي تر دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې داسې یوه ډله واک ته رسېدلې چې په ټول «هېواد کې یې امنیت ټینګ کړی دی.»
GmpMI3_WoAAjoc8.jpeg

طالبانو کابل کې د متحده ایالاتو پر سفارت د امریکا ضد شعارونه پاک کړل

کابل ته د امريکايي پلاوي له سفر سره هم مهاله، طالبانو په یو حيرانونکي اقدام کې د متحده ایالاتو د سفارت پر دېوالونو د امریکا ضد لیکل شوي شعارونه پاک کړي او دېوالونه یې سپین رنګ کړي دي.