تازه خبرونه

OIP.jpeg

د کډوالو پر ضد د ټرمپ د سیاستونو ملاتړې، کریستي نوم، د امریکا د کورنیو چارو وزیره وټاکل شوه

کریستي نوم چې د کډوالو پر ضد د دونالد ټرمپ د سیاستونو کلکه ملاتړې ده، د امریکا د مشرانو جرګې لخوا د متحده ایالاتو د کورنیو چارو د وزیرې په توګه د تایید رایې ترلاسه کړې.
Sen.-Marco-Rubio.webp

د طالبانو مشرانو ته د امریکا خبرداری: تر بن لادن لوی انعام ستاسو پر سر ټاکو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې طالبان د هغې څخه زیات امریکايي اتباع بندي کړي چې مخکې یې په اړه راپور ورکول شوي و. هغه په خپل ایکس کې لیکلي چې د دې په اړه نوي معلومات یې ترلاسه کړي، خو ډېر جزییات یې نه دي په ډاګه کړي.
9V93XJ-highres-1200x798.jpg

طالبان: د ملا هیبت الله د نیولو لپاره د نړیوالې جزایي محکمې پرېکړه سیاسي انګېزه لري

طالبانو د نړیوالې جزایي محکمې د هغې غوښتنې په غبرګون کې، چې د دوی د مشر هبت‌الله آخندزاده او د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم یې صادر کړی، ویلي چې دغه محکمه په «دوګونی چلند» او د «سیاسي انګېزو» پر بنسټ یې دا پرېکړه کړې ده.
۸۸۸۸۸۸.jpeg

راشد خان د علي رضا اساهي له کورنۍ سره د مرستې ژمنه وکړه

د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان، ژمنه کړې چې د فتنس د ملي ټیم غړي علي رضا اساهي د کورنۍ لاسنیوی کوي. د علي رضا اساهي د مړینې خبر تېره ورځ خپور شو او ټاکل شوې ده چې نن په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.
926d0a60-d952-11ef-a37f-eba91255dc3d.jpg.webp

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډېر ژر افغانستان ته سفر کوي

په کابل کې د ایران سفارت له جزئیاتو پرته، افغانستان ته د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له نږدې راتلونکي سفر، خبر ورکړی دی. دا سفارت د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي ۴مه، په خپل اکس پاڼه کې په لنډ ډول لیکلي: «عراقچي ډېر ژر افغانستان ته سفر کوي.»
22222222.png

طالبان: په افغانستان کې د بریدونو عاملين د تاجکستان او پاکستان اتباع دي

طالبان د تاجکستان او پاکستان اتباع په افغانستان کې د ډېریو بریدونو عاملين بولي او وايي چې دغه اورپکي په پاکستان کې روزل شوي او نظامي تجهیزات یې هم له هغه هېواده ترلاسه کړي دي.
Gh3vy5_WUAA2Kty.jpg

طالبانو د یوناما له مشرې څخه د نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه کړې

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ غواړي له طالبانو سره خپل هر ډول مالي مرستې وځنډوي؛ خو طالبانو د یوناما له مشرې څخه د د دغو نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
00056.jpg

په کانګرس کې له لوړې سره د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره رسماً پیل شوه

ډونالډ ټرمپ د امریکا په کانګرس کې د لوړې مراسم په ترسره کولو سره په رسمي ډول خپل د ولسمشرۍ دویمه دوره پیل کړه. دا مراسم، چې د واشنګټن د سختې یخنۍ له امله په تړلي ځای کې ترسره شول، د کانګرس د مشرانو، د ایلان ماسک په څېر د مشهور شخصیتونو، د لویو ټکنالوژۍ شرکتونو د مدیرانو او د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو او د هغوی د میرمنو په حضور کې ترسره شول.
_121134443_zal2.jpg

خلیلزاد: د نجونو تعلیم په اړه د عباس ستانکزي څرګندونې «هیله بښونکی تحول» دی

افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هغه وروستۍ څرګندونې، «هیله بښونکی تحول» بللی چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې له بندیزونو څخه یې نیوکه کړې وه.
عبدالکبیر-.png

عبدالکبیر له سپیدار ماڼۍ: د ملا هیبت‌الله هر حکم ته غاړه ږدم

عبدالکبیر، چې تازه د طالبانو د مهاجرینو وزارت سرپرست ټاکل شوی، وایي چې د طالبانو د مشر هغې پرېکړې ته غاړه ږدي چې پر بنسټ یې د هغه مقام د لومړي وزیر له سیاسي مرستیالۍ څخه د مهاجرینو وزارت ته تنزیل شوی دی.