" >

تازه خبرونه

resizecom_resizecom_IMG_4712.JPG

د اسراييل په برید کې څلور ایرانی افسران وژل شوي دي

طرز پرس: د ایران رسنیو خبر ورکړی چې د اسراییل د تېرې شپې په هوايي بریدونوکې د وژل شویو نظامي افسرانو شمېر څلورو کسانو ته رسېدلی دی.
resizecom_121134443_zal2-696x392.jpg

خلیلزاد: لا وختي دی چې د حقاني په اړه خوشبین اوسو، لومړی یې باید وړتیا وګورو

طرز پرس: افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني په اړه د نیویارک ټایمز راپور ته په غبرګون کې ویلي، لا وختي دی چې خوشبینانه باور وشي، ځکه د نوموړي په وینا، لومړی باید د ښاغلي حقاني وړتیا او نیت و ارزول شي.
Pashto (1) (1).jpg

امریکایي چارواکی: پر ایران د اسرائیل بریدونه پیل شول

طرز پرس: فاکس نیوز د یو لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله لیکلي چې کابو یو ساعت مخکې د ایران پر وړاندې د اسرائیل هوایي بریدونه پیل شوي او لا هم دوام لري.
resizecom_AUA85Xjka3MD1zuHzmGCx2fttz4pdgkZTjWervqT.jpeg

لس پاکستاني پوځيان د ټي‌ټي‌پي په برید کې وژل شوي دي

طرز پرس: په پاکستان کې یو شمېر امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان « ټي‌ټي‌پي» په یرغلیز برید کې لږ تر لږه ۱۰ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي. د ټي‌ټي‌پي دا مرګونی برید د پنجشنبې په ورځ د لړم دریمه، د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستاني پوځيانو پر یوه امنیتي پوستې ترسره شوی دی.
resizecom_children-63175_960_720-768x512.jpg

طالبانو لخوا په بشرخووښونکو مرستو کې د مداخلې ناوړه پایلې

طرز پرس: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د بشر خووښونکو مرستو په پروسه کې د طالبانو د مداخلو زیاتېدو ته اشاره کوي. دا مداخلې نه یوازې د حیاتي پروژو درېدلو سبب شوي، بلکې میلیونونو اړمنو خلکو ته لاسرسی یې په پراخه کچه محدود کړی دی. د دې راپور په اساس، د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې ۱۷۳ مداخلې ثبت شوې دي چې ۹۸ سلنه یې طالبانو ته منسوبې دي. دا شمېر د تېرې میاشتې په پرتله ۳۱ سلنه او د تیر کال همدې وخت په پرتله ۶۶ سلنه زیاتوالی ښیي، چې د دې هېواد انساني بحران لا پسې پیچلی کړی دی.
resizecom_R (1).jpg

۳ پاکستاني پوځيان له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي

طرز پرس: باخبره سرچینې طرز پرس ته وايي چې درې پاکستاني پوځيان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي. دا جګړه د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۳مه، د هلمند ولایت په برامچه سیمه کې شوې ده.
resizecom_GalPuV5WAAAR2OI.jpg

په ترکیه کې ترهګریز برید؛ پنځه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

طرز پرس: وسله‌والو بریدګرو د ترکیې پر هوايي شرکت ډله ییز برید کړی دی. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تر اوسه درې ملکیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د سرچینې په وینا، دوه بریدګر هم وژل شوي دي.
OIP (1).jpg

بلینکن: اسراییل باید ایران ته په ځوابي اقدام کې له احتیاط کار واخلي

طرز پرس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن، وايي چې اسراییل باید د ایران د توغندیزو بریدونو په ځواب کې په بشپړ ډول له احتیاط څخه کار واخلي، ترڅو په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو مخنیوی وشي.
000_32BM4VB_0.jpg

کابل کې ګرځنده پلورونکي خپل د ژوند لومړني اړتیاوې نه شي پوره کولی

د کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې د ګرځنده پلورونکو فعالیتونو د محدودولو په موخه ځینې اقدامات ترسره کړي دي، څو په ښار کې نظم رامنځته کړي. دغه اقدامات، په ځانګړي ډول د ښار په بېلابېلو برخو کې په ګرځنده پلورونکو منفي اغېزې کړي او جدي اندېښنې یې ورته راولاړې کړي دي.
Pashto (1) (1).jpg

د ایراني ځواکونو په تازه برید کې ۱۵۰ افغان کډوال وژل شوي او ټپیان دي

سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې تېره شپه د ایران سرحدي ساتونکو د بیا ځل ډزو له کبله شاوخوا ۱۵۰ تنه افغان کډوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.