د امربالمعروف قانون ته د رسنیو غبرګون، خپلې رسنۍ باید وتړو

راشد صافی

طرز پرس

5 سنبله 1403

345a54c9-b414-4c2c-9527-924e6b2d5aa0.jpeg

د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون د نړیوالو سازمانونو او دولتونو له اندېښنو سربېره، په کابل کې یې د رسنیو یو شمېر مسوولین هم اندېښمن کړي او دوی وايي که چېرې دغه قانون پرې پلې شي نو مجبوره دي چې خپلې رسنۍ هم ورسره وتړي.

طرز پرس: د طالبانو عدلیې وزير د زمري ۳۱مه، خبر ورکړ چې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون د دغه ډلې د مشرتابه له لوري له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شوی دی. د طالبانو عدلیې وزارت لیکلي و، دغه قانون د یوې مقدمې، څلورو فصلونو او ۳۵ مادو درلودونکی دی او دغه قانون د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر اړوند چارو او د محتسبینو د دندو او صلاحیتونو تنظیمولو په موخه جوړ او تدوین شوی چې د تطبیق مرجع یې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت دی.

د امربالمعروف قانون کې پر رسنیو محدودیتونه

د یاد قانون په اوولسمه ماده کې راغلي، محتسب مسوولیت لري مطبوعات له داسې نشراتو او مطالبو منع کړي چې د شریعت او مذهب مخالف وي، خو په دغه ماده کې واضح شوې نه ده چې څنګه مطالب کېدای شي د مذهب او شریعت مخالف وي.؟ د یادې مادې په درېیم بند کې بيا راغلي چې په رسنیو کې د ذی روح (ساه لرونکي) انځورونو خپرول هم منع دي.

د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو اندېښنې

په کابل کې د یو شمېر رسنیو مسؤلینو له طرز پرس سره په خصوصي خبروکې په دغه قانون کې د ابهام په اړه اندېښنې ښودلي او ويلي یې دي چې په قانون کې ټول مسایل عمومي را اخېستل شوي او دا قانون په عملي ډګر کې ګڼ ستونزې جوړوي. 
په کابل ښار کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول چې نه غواړي نوم يې په دغه راپور کې واخېستل شي، طرز پرس ته وايي چې د طالبانو له لوري ورځ په ورځ پر رسنیو محدودیتونه زیاتیږي. نوموړي
زیاته کړه، د امر بالمعروف په قانون کې داسې موارد ذکر شوي چې د پلې کېدو په صورت کې به دوی مجبوره شي چې ورسره خپلې رسنۍ هم وتړي.
هغه زیاته کړه: « د ذی روح انځورونه خپرولو څخه منع کول دا معنی لري چې رسنۍ به یوازې متن خپروي او نور به هېڅ انځوریز موارد نه شي خپرولی چې دا کار هیڅ شونی نه دی.»
په کابل کې د یو خصوصي راډیو مسوول هم طرز پرس ته وويل چې که چېرې محدودیتونه پر رسنۍ ډېر شي، نو رسنۍ اړ دي چې خپلې چارې و دروي. دی وایي چې اوس هم رسنۍ مکمل د سانسور په حال کې دي، په خپل سر څه نه شي خپرولی خو که چېرې دا موارد ډير شي او ورځ په ورځ محدودیتونه زیات شي نو خبریالان اړ دې خپلې دندې پریږدي. ده له طالبانو وغوښتل چې د مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن پاتې شي او د رسنیو په چارو کې ډېره مداخله ونه کړي.

یاد قانون ته نړیوال غبرګونونه

امریکا متحده ایالتونو، ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې، چاپان کاناډا او ځینو نورو هېوادونو او بنسټونو هم د یاد قانون په اړه اندېښنې ښودلي دي. تازه په کې د جاپان سفارت د طالبانو د مشر له لوري د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» د قانون توشیح کېدو ته په غبرګون کې ويلي چې یو ځل بیا پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو د دوام په اړه خپله اندېښنه څرګندوي. ده ویلي، د نړيوالې ټولنې په همغږۍ طالبان هڅوي چې د زده کړو، کار او ازد تګ-راتګ په تړاو د افغان ښځو او نجونو غږ واوري.

دغه راز د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون غندلی او پر خپله اېکس‌پاڼه یې لیکلي چې د دې قانون توشېح کېدل د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو د غږ د غلي کولو بله هڅه ده. هغې زیاته کړې چې ښځې او نجونې حق لري، غږ یې واورېدل شي او دوی ولیدل شي. طالبانو تر اوسه د یادو غبرګونو په اړه څه نه دي ویلي خو د امربالمعروف وزیر شیخ محمد خالد الحنفي تېره ورځ جوزجان ولایت کې یوې ناستې ته ویلي و چې په دغه قانون یې یوه کال کار کړی او پر خلکو به پلې کیږي.