طرز پرس: د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې د جګړې پلوی نه دی، خو د اسرائیل هوایي برید ته به «متناسب» ځواب ورکړي. نوموړي نن یکشنبه، د اکتوبر ۲۷مه، په یوه بیانیه کې ویلي چې دا ځل به د ایران ځواب په تدبیر، دقت او زغم سره ترسره شي.
د شنبې سهار وختي د اکتوبر ۲۶مه، نېټه وه، چې د اسرائیل جنګي الوتکو د تهران په اسمان کې ښکاره شوې او د ایران د هوايي دفاع سیستمونو په ګډون یې څو پوځي اهداف په نښه کړل. د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د F-16 جنګي جیټونو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ جنګي الوتکو، په دې عملیاتو کې برخه اخیستې وه. ایران تازه اعلان کړی چې د دې بریدونو په ترڅ کې د دوی پنځه پوځیان وژل شوي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له صدا و سیما سره په خبرو کې وویل چې متحده ایالاتو هم په دې عملیاتو کې برخه اخیستې وه، خو امریکا وار له مخه په دغه برید کې خپل هر ډول مداخله او ونډه رد کړې ده.