په منځني ختیځ کې د یوې خطرناکې جګړې په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

طرز پرس

31 سنبله 1403

Website-USG-DiCarlo.jpg

د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړي چارواکي خبرداری ورکړی چې منځنی ختیځ د یوې پراخې جګړې له ګواښ سره مخ ده.
طرز پرس: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزماري ډي‌کارلو، د امنیت شورا په یوه غونډه کې ویلي چې منځنی ختیځ له داسې جګړه ییز ګواښ سره مخ ده چې ټول اوسني ناورینونه به یې پر وړاندې «هېڅ» ښکاره شي.
هغې دا خبرې د جمعې په ورځ، د وږي په ۳۰مه نېټه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې وکړې چې په لبنان کې د مخابراتي وسایلو د ورستیو چاودنو، هر اړخیزه څېړنې ته متمرکزه وه.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وویل چې د ارتباطي وسایلو هم‌مهاله چاودنې، چې ویل کېږي د اسراییل لخوا ترسره شوې دي، له جنګي جرایمو سره برابره ده. بل پلو په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر دني دانون په دې غونډه کې وویل چې هېواد یې د خپل ځان او خپلو ګټو د ساتنې لپاره هر اقدام ترسره کولی شي. خو نوموړي د لبنان ورستیو چاودنو په اړه هېڅ هم ونه ویل.
دا په داسې حال کې ده چې په لبنان کې د مخابراتي وسایلو «پیجرونو» پر مټ د ترسره شويو چاودنو له کبله زرګونه کسان ټپیان شول او د حزب الله ډلې د یو شمېر مهمو غړو په ګډون لسګونه نور ووژل شول.