د اروپايي ټولنې چارواکی: په غزه کې جګړه باید سمدستي پای ته ورسیږي

طرز پرس

23 سنبله 1403

822278.jpg

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل، جوزپ بورل، یوځل بیا ټینګار کړی چې په غزه کې جګړه باید سمدستي ودرول شي، او په لویدیځه غاړه کې د ملکي خلکو وژنه یې په کلکه غندلې ده.
طرز پرس - دې اروپایي چارواکي خبرداری ورکړی چې د اسرائیل پاروونکې کړنې نه یوازې د اوربند د ټينګښت لپاره فرصتونه له منځه وړي، بلکې د دوه دولتونو ترمنځ جوړجاړی هم ناممکن کولای شي. بورل همدارنګه د اسرائیل د ملي امنیت وزیر، ایتمار بن گویر، پر رول توندې نیوکې کړي چې د ده په وینا د فلسطینیانو پر وړاندې د جګړې لپاره هڅونکي اقداماتو ته لمن وهي. نوموړي زیاته کړې چې اروپایي اتحادیه د دې اسرائیلي چارواکي پر وړاندې د بندیزونو د اعمال په اړه سلامشورې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه لوړ پوړی اروپایي چارواکی تازه درې ورځني سفر لپاره سیمې ته تللی، خو رسنیو راپور ورکړی چې د دې سفر په اجنډا کې له اسراییل څخه د لیدنې موضوع، نه ده شامله. العربیه راپور ورکړی چې د اسرائیل چارواکو د بورل له لوري د دې هېواد پر سیاستونو د پرله پسې نیوکو له کبله له نوموړي سره د لېدلو لپاره کومه علاقه نه ده ښودلې.