برتانوۍ نشریې جویش کرونیکل د موساد له خوا د حماس د دوهم نمبر کس محمد الضیف، د ترور په اړه تازه جزييات خپاره کړي دي. دغې نشريې ویلي چې د موساد کارکوونکو د "سبزي پلورونکي" په رول کې وتوانېدل چې محمد الضیف تعقیب کړي او د هغه د اوسېدو ځای په اړه پټ اطلاعات د اسراییل هوايي ځواکونو ته واستوي.
طرز پرس - د برتانوۍ نشریې جویش کرونیکل په راپور کې راغلي، د موساد مامورینو دا معلومه کړې وه چې الضیف یو څو موده خپلو ځانګړو امنیتي قوانینو ته پاملرنه نه کوله، چې له دې کبله د هغه د ترور چانس تر بل هر وخت ډېر لېدل کېده. دغه نشریه زیاتوي چې د موساد داخلي جاسوسان، چې ډېری یې اسراییلي عربان وو، له اوږدې مودې وروسته وکولی شول د الضیف د اوسېدو ځای په ګډون د هغه د راشې درشې په اړه مهم اطلاعات ترلاسه کړي. د نشریې پر بنسټ، موساد پر دغو اطلاعاتو له بشپړ ډاډ وروسته د حماس د دوهم نمبر کس محمد الضیف د ترور پلان په تل اویو کې جوړه کړه.
دغې برتانوي نشریې زیاته کړې، الضیف په حیرانوونکي ډول یو څو موده له هغو سختو امنیتي قوانینو لاس واخیست چې په تېرو ۳۰ کلونو کې یې ورته ژمنتیا لرله او ډېر وخت یې پرته له کوم امنیتي تدابيرو د خان یونس لویدیځ کې په یوه استوګنیز ودانۍ کې ژوند کاوه. محمد الضیف د حماس یو مرموز قوماندان و چې د اسراییل لپاره لوی ګواښ ګڼل کېده. راپورونه وایي چې هغه په تېرو دوو لسیزو کې لږ تر لږه د اسراییل له اوو بریدونو روغ وتلی وو، خو بالاخره د اسراييل د هوايي برید ښکار شو.