ارجنټاین او هسپانیه د امریکا او اروپا د فوتبال اتلولۍ پر غونډۍ وختل

طرز پرس

25 سرطان 1403

6aadfdfd-a870-4f58-b54d-e9d287415ab5.jpeg

په یوه شپه کې او د څو ساعتونو په توپیر سره د فوټبال د نړۍ په دوو قطبونوکې دوه فاینل لوبې ترسره شول، چې هسپانیا د انګلستان په ماتې د اروپا اتلولي خپله کړه او ارجنټاین کولمبیا ته په ماتې ورکولو سره د امریکا کوپا اتلولي وګټله.
د طرز پرس د راپور له مخې، یکشنبه، د جولای ۱۴مه، هسپانیې لپاره د فوتبال یوه تاریخي او نه هیریدونکې ورځ وه. د اسپانیا د فوټبال ملي لوبډلې د انګلستان په وړاندې د ۲-۱ په ماتې سره د څلورم ځل لپاره د اروپا کپ اتلولي وګټله او د دې سیالیو په تاریخ کې تر ټولو د ویاړلې لوبډلې لقب خپل کړ.
په پای لوبه کې ویلیمز په ۴۷مه دقیقه کې او یارزبال په ۸۶مه دقیقه کې ګولونه ووهل چې له دې سره د لوئس ډیلافوینت لوبډلې بریا خپله کړه. خو د لوبې په ۷۳مه دقیقه کې د پالمر یو ګول د ګیرت ساوت ګیټ لوبډلو د بیا راتګ لپاره کافي نه وو. هسپانیې، د نورو سیالانو برعکس، هریکین او د هغه ملګرو ته اجازه ورنکړه چې په یورو ۲۰۲۴ کې یو بل "کامبک" وکړي. هسپانیې د تېرو شپږو سیالانو په څېر انګلستان ته هم په ماتې ورکولو سره وتوانېد چې د اروپا جام اتلولي خپل په نوم ثبت کړي.
د انګلستان ملي لوبډله چې د اروپا جام په سیالیو کې یې د اتلولۍ د ګټلو هیلې درلودې، یو ځل بیا خالي لاس خپل هېواد ته ستانه شول. دا د اروپا جام په پایلوبه کې د انګلستان دوهمه پرله پسې ناکامي وه او دغه لوبډله د تېر ځل په څېر ونه توانېده چې دغه اتلولي تر لاسه کړي.
بل پلو د فوتبال نړۍ په یوه بله په زړه پورې فاینل لوبه کې، د ارجنټاین او کولمبیا د فوټبال ټیمونه په هارډروک میامي کې د کوپا امریکا ۲۰۲۴ فاینل کې سره مخامخ شول او ارجنټاین کولمبیا ته د ۱-۰ په توپیر ماتې ورکړه. د دې سیالۍ په دوو قانوني پړاو کې کوم ګول ونه شو او لوبه اضافي وخت ته لاړه، چې په ۱۱۲مه دقیقه کې مارتینز ګول وکړ او د ارجنټاین اتل شو. په دې توګه ارجنټاین د دوهم ځل لپاره د دې سیالیو اتل شو. دا د کوپا امریکا په سیالیو کې د ارجنټاین ۱۶م اتلولي ده.