عاصم منیر: وسله وال په افغانستان کې له بهرنیانو څخه پاتې شوي وسلې کاروي

صمیم بارکزی

طرز پرس

16 حوت 1403

coas.jpg

په خیبرپښتونخوا کې د وسله والو له مرګوني برید چې په ترڅ کې یې ۱۸ کسان ووژل شول؛ اوس د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر وايي چې وسله والو په افغانستان کې له بهرنیانو څخه پاتې شويو وسلوو څخه ګټه اخېسته.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د تحریک طالبانو په ګډون د ترهګرو په یو مرکز بدل شوی او دغه وسله وال له افغانستان څخه د پاکستان پرضد عملیات ترسره کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د طالبانو او اسلام آباد ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې ترینګلي کيږي. پاکستان په ځلونه په طالبانو تور پورې کړی چې تحریک طالبان پاکستان د دوی په غېږه کې روزل کیږي او په پاکستان کې عملیاتو لپاره استول کیږي؛ خو افغان طالبانو دغه خبره په ځلونو رد کړې ده.