
په داسې حال کې چې له افغانستان څخه باخبرو سرچینو طرز پرس ته ويلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني لاهم په دوبۍ کې اوسيږي او افغانستان ته یې د بیا راستنېدو په اړه راپورونه ناسم دي؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان کورنيو رسنيو ته ویلي چې حقاني افغانستان ته راستون شوی او اوسمهال په «استراحت» کې دی.
له افغانستان څخه دوه باخبرو سرچینو طرز پرس سره په خبرو کې ومنله چې سراج الدین حقاني لا هم د اماراتو په دوبۍ ښار کې اوسيږي او افغانستان ته یې د راستنېدو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي. دغو سرچینو په دې اړه طرز پرس ته ډېر اطلاعات ورکړي او زیاته کړې یې ده چې حقاني د خپل سفر په اړه هېڅ راز جزييات د ملا هبتالله او یا د رييس الوزرا له دفتر سره نه دي شريکې کړي.
د سرچینو په وینا، د حقاني اوږد سفر او ملا هبتالله آخندزاده سره د سفر د جزيياتو نه شریکول د دې لامل شوی چې د ښاغلي حقاني او ملا هیبت الله ترمنځ اختلافات لاپسې ډېر شي. ویل کیږي چې سراج الدین حقاني د ملا هبتالله آخندزاده د خپلسریو پرېکړو او همدارنګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د سخت دريځۍ له کبله ناخوښ دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د طالب چارواکو ترمنځ د دغو اختلافاتو پخلی کوي؛ خو د هغه په اند دا اختلافات به د طالبانو ترمنځ خپلمنځي جګړې ته لاره هواره نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې متحده عربي اماراتو ته د حج لپاره د سراج الدین حقاني سفر د ملګرو ملتونو لخوا تاييد شوی وو او دغه سازمان اعلان وکړ چې په همدې دلیل یې د طالبانو پر دغه چارواکو د لسو ورځو لپاره د سفر محدودیتونه لرې کړي دي.