د المان د بهرنیو چارو وزیره: افغانستان د ښځو لپاره په یو ټولنیز زندان بدل شوی دی

صمیم بارکزی

طرز پرس

14 حوت 1403

annalena-baerbock.jpg

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو پر سیاستونو سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ښځو پراخ ځپل دا هېواد د ښځو او نجونو لپاره په یو «ټولنیز زندان» بدل کړی دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، آنالنا بئربوک، دا څرګندونې نن «سې شنبه، د کب ۱۴» په برلین کې د مدني فعالانو یوې غونډې ته وکړې او د طالبانو پر ضد د نړیوالې مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.

آغلې بئربوک خبرداری ورکړ چې د ښځو پر ضد د طالبانو سیاستونه به بې‌پایلې پاتې نه شي، او د نوموړې په وینا، نړیواله ټولنه باید د دوی پر وړاندې د فشار نوي لارې ومومي.

هغې طالبان د «ښځو پر ټولنیز محوه کولو» تورن کړل او د دې ډلې چلند یې د بشریت پر ضد جنایت او «جنسیتي اپارتاید» وباله.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې وویل: «طالبان غواړي چې ښځې چوپې کړي؛ خو موږ باید د دوی غږ واورو.» هغې د افغانستان ښځو ته په خطاب کې وویل: «موږ به تاسې هېڅکله هېرې نه کړو، ستاسې غږ اورېدل کېږي، او موږ ستاسې تر څنګ ولاړ یو.»

په همدې حال کې، د بشري حقونو فعالانو د نړیوالې ټولنې د لا جدي اقداماتو غوښتنه کوي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو پر مشرانو هدفمند بندیزونه ولګول شي.