اسپانیا د جمعې پر ورځ د افغانو ښځو په اړه د یوې مهمې ناستې کوربه و. دا ناسته د ښځو له حقونو څخه د بالقوه ملاتړ په موخه، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې د لسګونو ښځو او د کوربه هېواد د چارواکو په ګډون ترسره شوه.
ښځو په خپلو ویناوو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو د زور زیاتیو پر وړاندې د افغانو ښځو له حقونو څخه ملاتړ لپاره اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي. د دې غونډې یوې ګډونوالې طرز پرس ته وویل چې ناسته د ښځو او کوربه هېواد د چارواکو په ګډون «ډېره د پام وړ» ترسره شوه.
د اسپانیا دولت هم په دې ناسته کې له افغانو ښځو خپل ملاتړ اعلان کړ. د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوزه مانوئل البارس بوئنو، وویل چې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونې د پام وړ زیات شوي او له هغو هڅو سره به همکاري وکړي چې پر بنسټ یې د طالبانو مشران محاکمه کیږي. د ناستې ګډونوالو د اسپانیا د دولت دغه ژمنتیا له افغانو ښځو څخه د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام وباله.
له البانیا وروسته، دا دویمه ناسته وه چې له افغانو ښځو څخه د ملاتړ او په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو پر وړاندې د مبارزې لپاره، په اسپانیا کې ترسره کېږي.