د ډیجیټال ارز بټکوین بیه نن پنجشنبه په ټول تاریخ کې په لومړي ځل د ۹۵ زره ډالرو له پولو واوښته او یو نوی ريکارډ یې ثبت کړ.
د آرټي عربي وېبپاڼې راپور ورکړی چې د ډیجیټل د ارزونو د تبادلې تر ټولو لوی پلټفرم د ارزونې له مخې، د مسکو پر وخت د سهار ۰۶:۳۰ بجې د بټکوین بیه ۳.۹۵ سلنه لوړه شوه او ۹۵,۴۰۰.۰۶ ډالرو ته ورسیده.
د راپور په وینا، بټکوین اوس مهال په ټوله نړۍ کې د ډیجیټالي ارزونو بازار ۶۷.۷ سلنه برخه جوړوي او د نورو ارزونو په پرتله دېری وخت برلاسی دی.
د بټکوین په قیمت کې د پام وړ زیاتوالی د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته رامنځته شوی دی. د بازار تحلیلګران باور لري چې تمه کیږي د ټرمپ په ولسمشریزه دوره کې د ډیجیټل د ارزونو برخه د یو مناسب نظارتي چاپیریال څخه ګټه پورته کړي او د دې بازار د لا زیاتې ودې لامل شي.
د دې تاریخي بیې له لوړوالي سره، بټکوین یو ځل بیا خپله وړتیا د پانګهوالو د توجه د جلبولو او د ډیجیټل ارزونو په بازار کې د خپل مخکښ مقام د ټینګښت لپاره ثابته کړې ده.