طرز پرس: افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیائو یونگ ویلي چې تېرو درېو کلونو کې چین افغانستان سره شاوخوا ۶۴ میلیون ډالره مرسته کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې «سیګار» په وینا، امریکا په همدې موده کې له درې میلیارد ډالرو څخه زیاته بشردوستانه او پراختیايي مرسته افغانستان ته استولې ده.
د چین ځانګړي استازي د بیجینګ د نړیوالو خبرو مرکز سره په مرکه کې وویل چې هېواد یې افغانستان ته ۴۷۰ میلیونه یوان یعنی له ۶۴ میلیونه ډالرو څخه زیاته مرسته کړې ده. که څه هم چین د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو دا لومړنی هېواد و چې د طالبانو سفیر یې ومنه او په کابل کې یې خپل سفیر وټاکه.
چین له بشردوستانه مرستو سربېره، د افغانستان په اقتصادي برخو کې هم فعاله ونډه اخیستې او هڅه یې کړې چې د کانونو، تېلو، او ګازو په پروژو کې پانګونه وکړي. که څه هم دغه هېواد لا تراوسه طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو دا چلند د دې څرګندونه کوي چې چین غواړي د افغانستان په اقتصادي او سیاسي ډګر کې خپل نفوذ پراخ کړي.
د سیګار د اکتوبر په راپور کې راغلي چې امریکا په تېرو درې کلونو کې افغانستان او افغان کډوالو ته ټولټال ۲۱.۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده. له دې څخه ۳.۳۳ میلیارده ډالره د بشردوستانه او پراختیايي مرستو په توګه مستقیم افغانستان ته لېږل شوي دي.
امریکا، لکه چین، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د بیجینګ په پرتله ډېرې مرستې یې کړې دي. دغه مرستې اکثره د ملګرو ملتونو تر څار لاندې وې، چې وایي طالبانو ته د دې مالي منابعو مستقیم لاسرسی نشته.