افغانستان سره د امریکا د مرستو کمېدل؛ ناڅرګند برخلیک او اندېښمنوونکې پایلې

حامیه نادری

طرز پرس

27 عقرب 1403

OIP (2).jpg

طرز پرس: افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د نړیوالو مرستو له تر ټولو لویو برخمنو څخه شمېرل کېده، خو اوس خپل تر ټولو بحراني حالت کې اوسيږي. د پخواني حکومت تر سقوط او په دې هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د متحده ایالاتو مالي مرستې، چې د افغانستان لپاره تر ټولو لوی اقتصادي او بشردوستانه ملاتړ و، په بې‌ساري ډول کمې شوې دي. دغه بدلونونه نه یوازې د افغانستان پر انساني او ټولنیز وضعیت پراخ اغېز کړی، بلکې د سیمې او نړۍ سیاستونه یې هم تر اغېز لاندې راوستي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (سیګار) د راپور له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د متحده ایالاتو مالي مرستې ۸۲ سلنه کمې شوې دي. کلنۍ مرستې، چې د پخواني حکومت تر سقوط مخکې ۶.۶۴ میلیارد ډالره وې، اوس ۱.۲۱ میلیارد ډالرو ته راټیټې شوې دي.

دغه سخت کمښت د افغانستان د بشردوستانه او پرمختیايي پروګرامونو ډېره برخه یا درولې ده او یا یې ډېر محدودې کړې دي. د امریکا ځانګړي سرمفتش، جان ساپکو، خبرداری ورکړی چې د مرستو د پخواني کچې ته د بېرته تګ احتمال ډېر کم دی او ان وړاندیز یې کړی چې د سیګار ماموریت دې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې پای ته ورسول شي.

خو د دې مرستو کمښت یوازې د موضوع یوه کوچینۍ برخه ده. د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د مالي ژمنو کمښت د دې هېواد په وړاندې د امریکا د لویو سیاستونو د بدلون نښه ده. د اوسني امریکایي حکومت په پرتله، افغانستان نور د دې هېواد د بهرني سیاست په مرکزیت کې ځای نه لري.

د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د مرستو د لا کمېدو یا ان د بشپړ بندېدو احتمال ډېر شوی دی. ټرمپ، له «لومړۍ امریکا» شعار سره د بهرنیو لګښتونو په کمولو او پر کورنیو لومړیتوبونو تمرکز کوي. نوموړي په ضمني ډول څرګنده کړې چې افغانستان ته د مرستو دوام د هغه د حکومت په پلانونو کې ځای نه لري.

د ټرمپ سیاستونو ته په کتو ښکاري چې هغه د افغانستان په موضوع کې ډېره دلچسپي نه لري. نوموړي تر اوسه په خپلو ویناوو او پلانونو کې د افغانستان په اړه د امریکا ژمنو ته اشاره نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې ډېری کارپوهان باور لري چې د مرستو بشپړ بندېدل به د افغانستان د خلکو لپاره ویجاړونکي پایلې ولري او د دې هېواد انساني وضعیت به یوې ناورین ته نږدې کړي.

د افغانستان پر وړاندې د متحده ایالاتو د پام کمېدو یوه له څرګندو نښو داده چې په همدې ورستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تام ویسټ ګوښه کړای شو، پرته له دې چې د هغه ځای ناستی وټاکل شي. د نوموړي دندې اوس د امریکا د سفارت شارژدافیر او په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره ځانګړي استازي ته وېشل شوې دي.

دا پرېکړه نړیوالې ټولنې او د افغانستان خلکو ته یو څرګند پیغام ورکوي، افغانستان نور د متحده ایالاتو د بهرني سیاست اصلي لومړیتوب نه دی. په داسې حال کې چې اروپایي هېوادونه او ځینې نور نړیوال ځواکونه لا هم د افغانستان لپاره ځانګړي استازي لري، امریکا په ښکاره توګه خپلې پالیسۍ تر ممکنه کچې راکمې کړې دي.

له افغانستان سره د مرستو کمېدو اغېزې

افغانستان دا مهال د نړۍ له ژورو انساني بحرانونو سره مخ دی او د ژوندي پاتې کېدو لپاره په نړیوالو مرستو تکیه کوي. د افغانستان تر دوو پر دریو برخو زیات نفوس، چې شاوخوا ۲۸ میلیونه کسان کېږي، عاجلو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. د امریکا مالي مرستو کمېدل، په دې هېواد کې په انساني، ټولنیز او اقتصادي وضعیت ناوړه اغېزې کړي او لا به یې وکړي.

۱. د غربت او لوږې پراختیا

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان د لوږې په درشل کې دي. د بشردوستانه بودجې کمېدل د دې لامل شوي چې آن زیان‌منونکي قشرونه لکه ماشومان او ښځې، خوراکي توکو ته لږ لاسرسی ولري.

۲. د روغتیايي او تعلیمي خدماتو نړېدل

په افغانستان کې ډېری روغتیايي مرکزونه او د درملنې خدمتونه په نړیوالو بودجو پورې تړلي دي. د دغو مرستو کمېدل د دې مرکزونو د بنسټیزو خدماتو د وړاندې کولو توان ډېر محدود کړی دی. همدارنګه، د تعلیمي بودجو پرې کېدل د زرګونو ښوونځیو تړل کېدو لامل شوي، او میلیونونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.

۳. د مهاجرتونو زیاتوالی

د ژوند خراب شرایط ډېری افغانان اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي. ګاونډي هېوادونه لکه ایران او پاکستان د افغان کډوالو د زیاتوالي شاهد دي، او کارپوهان وړاندوینه کوي چې اروپا ته د مهاجرت نوی څپ هم پیل کېدای شي.

د امریکا د مرستو د کمېدو منتقدین باور لري چې دا هېواد باید د افغانستان د انساني بحران په وړاندې ډېر مسؤولیت ومني. د دوحې تړون، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو او د امریکایي ځواکونو د وتلو او د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط لپاره زمینه برابره کړه، د دې هېواد د اوسني بحران یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

متحده ایالات نه شي کولی په ساده ډول له افغانستان لرې واوسي او خپل مسؤولیتونه له پامه وغورځوي. اوسنی وضعیت د تېرو ناکامو سیاستونو مستقیمه پایله ده، او نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول امریکا، باید په دې اړه حساب ورکړي.

د کړکېج مدیریت لپاره وړاندیز شوې لارې

د دې لپاره چې په افغانستان کې د انساني بحران د لا خرابېدو مخنیوی وشي، نړیواله ټولنه او متحده ایالات کولی شي لاندې اقدامات ترسره کړي:

۱. د نوې مرستې د ستراتیژۍ جوړول

ملګري ملتونه او اروپایي هېوادونه باید د افغانستان لپاره د بودجې برابرولو او مرستې کولو په برخه کې ډېر فعال رول ولوبوي.

۲. پر طالبانو فشار راوستل

بشري مرستې باید د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر رعایتولو مشروطې وګرځي.

۳. د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړي کول

د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید د انساني بحران په مدیریت او د بشردوستانه مرستو په وړاندې کولو کې کلیدي رول ولري.

۴. د غیردولتي بنسټونو ملاتړ

نړیوالې غیر دولتي ادارې کولی شي د حکومتونو له تړاو څخه په خلاصون سره اړین خدمتونه وړاندې کولو ته دوام ورکړي.

پایلې

په افغانستان کې د امریکا د مرستو کمېدو د میلیونونو کسانو لپاره یو انساني ناورین رامنځته کړی او د دې اغېزې یوازې د افغانستان تر پولو محدودې نه دي. په دې هېواد کې بې‌ثباتي د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته هم ګواښ پېښوي. نړیواله ټولنه باید د پراخو همکاریو له لارې د بشري مرستو چمتو کولو ته دوام ورکړي او د یوې سترې فاجعې مخه ونیسي. متحده ایالات، چې د اوسني وضعیت یو له اصلي لاملونو څخه دی، لوی اخلاقي او انساني مسؤولیت لري چې د دې ژمنو څخه سترګې نه شي پټولای.
یوازې د یوه جامع ستراتیژي، پر طالبانو د فشار راوړلو او د افغانانو اړتیاوو ته د تمرکز کولو له لارې، د اوسني بحران د پراخېدو مخنیوی کېدلای شي. د نړیوالې ټولنې نننۍ پرېکړې به د میلیونونو افغانانو برخلیک او د نړۍ امنیت وټاکي.