د طالبانو په زولنوکې ايسارې ښځې: د پټو تاوتریخوالو او جنسي تېریو کیسې

حاميه نادري

طرز پرس

9 عقرب 1403

14021004000615_Test_PhotoN.jpg

طرز پرس: «د څېړنې خونې ته یې بوتلم، سر یې راته په دېواله وواهه. یوه طالب زما کالي وشکول او زما د وجود خصوصي برخو ته یې لاس راووړ.
دا د طالبانو په زندان کې د یوې بندي شوې ښځې ترخه تجربه ده چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان له استازي ریچارډ بینیت سره یې شريکې کړي دي. ښاغلي بینټ په خپل راپور کې د موثقو شواهدو پر بنسټ ويلي چې د طالبانو په لاس زندانې شوې ښځې په اندیښمنه توګه له جنسي تېريو او ځورونو سره مخ شوي دي.
ځینې ښځو له دغو تاوتریخوالو څخه خپلې شخصي تجربې شریکې کړي او یو شمېر نورو ښځو د طالبانو له سختو سپکاویو او دوه ګوني چلند څخه یادونه کړې ده. دا راپور چې د موثقو شواهدو پر بنسټ د لړم ۷مه نېټه خپور شوی، د طالبانو په زندانونو کې د ښځو کړکېچن حالت تاییدوي او په ډاګه کوي چې ښځې له تاوتریخوالي، جنسي ځورونې او تحقیرونکي چلند سره مخ دي.

تر دې وړاندې، د بخښنې نړیوال سازمان هم راپور ورکړی و چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د ښځو پر وړاندې جنسي ځورونه او تاوتریخوالی زیات شوي دي. د دې سازمان په وینا، ښځې د طالبانو زندانونو کې له بشري حقونو، طبي او حقوقي ملاتړ څخه بې برخې دي. همدارنګه، د بشري حقونو د څار بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې اعلان کړی و چې طالبان ښځې پرته له محکمې او ټولنیزو دلایلو نیسي؛ دا ځپنې کیدی شي د بشریت پر ضد جنایت وګڼل شي.

د واشنګټن پوسټ، ګارډین، رویټرز او الجزیرې په څېر نړیوالو رسنیو د خپلو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، هغه ښځې چې د حجاب جبري قانون او د طالبانو نور محدودونکي قوانین نه مراعتوي، نه یوازې په زندانونو کې بلکې په ټولنه کې هم له سخت تبعیض او سپکاوي سره مخ دي. ډېرې هغه ښځې چې له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته خپلو کورونو ته بېرته ستنې شوي، د ژور خپګان او ان د ځان وژنې لپاره یې اقدام کړی دی. دې وضعیت ته جدي نړیوال ملاتړ پکار ده.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنیت په دې راپور کې د ښځو وضعیت د «جنسيتي آپارتاید» په توګه یاد کړی او خبرداری یې ورکړی چې د طالبانو پالیسۍ په سیسټماټیک ډول د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او ان د بشریت پر ضد د جنایاتو په توګه ګڼل کېدی شي. هغه په افغان ښځو کې د ژور خفګان زیاتوالی د دې هېواد د بشري حقونو د خراب وضعیت نښه ګڼلې ده.

د ملګرو ملتونو، بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو رسنیو راپورونه ښیي چې په افغانستان کې پر ښځو د تاوتریخوالي او تحقیرونکي چلند پېښې زیاتې شوې دي. ریچارډ بنت، بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار بنسټ او مطرحو رسنیو راپورونه تاییدوي چې ښځې د طالبانو تر واک لاندې له سختو جسمي، رواني او ټولنیزو فشارونو سره مخ دي او له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

طالبانو د نوي قانون په پلي کولو سره، د جبري حجاب په ګډون، د ښځو د زده کړو او کار لپاره هم سخت محدودیتونه وضع کړي او ښځې یې له ټولنیز ژوند څخه محرومې کړې دي. ډېرې ښځې د دې قوانینو د نه مراعتولو په دلیل نیول کېږي او زندان ته استول کېږي، چیرته چې له طبي او رواني ملاتړ څخه بې برخې دي او په سختو شرایطو کې ساتل کېږي.

د بنیټ د راپور پر بنسټ، داسې هم ډېر پېښ شوي چې طالبان ښځې پرته له کوم قانوني توجیه نیسي او زندان ته یې بیايي. د بشري حقونو د څار بنسټ ټینګار کړی چې دا کړنې په افغانستان کې د بشري حقونو د سقوط څرګندونه کوي او کېدای شي د بشریت پر ضد د جنایاتو په توګه وګڼل شي.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو نورې ادارې خبرداری ورکړی چې پر ښځو د طالبانو د زندانونو رواني اغېزې ډېرې ژورې دي. ډېرې هغه ښځې چې له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته ټولنې ته بېرته ورګرځي، د کورنۍ او ټولنې له خوا له سپکاوي سره مخ کېږي، چې له امله یې یا په ژور خپګان او انزوا اخته کيږي او یاهم ځان وژنې ته مخه کوي. دا بحراني حالت د طالبانو د ښځو پر وړاندې د پالیسو له امله د رواني او ټولنیز بحران ښکارندويي کوي، چې د افغانستان ټولنې لپاره اوږدمهاله اغېزې به ولري.

ریچارډ بنیت په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه د افغان ښځو د ملاتړ لپاره ګامونه وانخلي، په افغانستان کې د بشري حقونو بحران به نور هم سخت شي. هغه اوسنی حالت د جنسيتي آپارتاید سره تشبیه کړی او د بېړني نړیوال ملاتړ پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.