سراج الدین حقاني؛ د طالبانو د کورنیو کړکېچونو معمار او له امریکا سره ډپلماټيکې ننګونې

حاميه نادري

طرز پرس

3 عقرب 1403

resizecom_f24755f0-7d1c-45f4-83a6-265eea3a8f2c.jpg

طرز پرس: د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د دې ډلې يو له مهمو او لانجمنو شخصيتونو څخه شمېرل کېږي. هغه چې پخوا د يو ځواکمن او جګړه‌ییز قوماندان په توګه پېژندل کېده، اوس هڅه کوي چې په ډيپلوماسۍ کې ګامونه واخلي او د اروپايي هېوادونو په ګډون، د روسیې، چين او له خليج هېوادونو سره خپلې اړيکې ټينګې کړي. نيويارک ټايمز په خپل وروستي راپور کې د طالبانو ترمنځ څرګند اختلافات او کورني کړکېچونه را برسېره کړي چې ښايي پر ډيپلوماټيکو اړیکو او د ښاغلي حقاني پر موقف اغېز ولري.

سراج‌الدين حقاني چې پخوا د حقاني شبکې د مشر په توګه پېژندل کېده، د طالبانو يو له هغو مهمو څېرو څخه دی چې غواړي له جګړې څخه ډيپلوماسۍ ته مخه کړي.
د نيويارک ټايمز په راپور کې راغلي چې حقاني هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې وکړي او د طالبانو يو نوی انځور نړۍ ته وړاندې کړي. حقاني چې تر اوسه يوازې يو ځل له يو غربي خبريال سره مرکه کړې، لا هم د افغانستان په سياسي ډګر کې يو پټ او مرموز شخصيت ګڼل کېږي. د نيويارک ټايمز خبريال چې په کابل کې له سراج الدین حقاني سره درې ساعته ناسته کړې، وايي چې د هغه د ژوند او اند د ښه درک لپاره يې له اوياوو ۷۰ ډېرو کارپوهانو، ډيپلوماتانو، او د طالبانو له غړیو سره خبرې کړي دي.
د راپور پر بنسټ، حقاني چې پخوا د نظامي عملیاتو په برخه کې د یو قومندان په توګه پېژندل کېده، اوس هڅه کوي چې د طالبانو له زړه څخه د بدلون او اصلاحاتو غږ په توګه، خپل ځان نړۍ ته وپېژني.

د طالبانو کورني اختلافات

يو له مهمو ټکو څخه چې نيويارک ټايمز ورته اشاره کړې، د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ ژور اختلافات دي. په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي يو متحد انځور وړاندې کړي، خو په مهمو سياسي مسايلو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو په اړه ژور اختلافات د دوی ترمنځ څرګند دي. سراج الدين حقاني يو له هغو کسانو څخه دی چې د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانستلو او د ښځو د حقونو د ښه والي غوښتنه کړې ده. هغه باور لري چې دا اصلاحات کولی شي د طالبانو لپاره د نړيوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي.

دا ښاغلي حقاني دا نظر کولی شي چې نوموړی د طالبانو له سخت‌دریځ مشر ملا هيبت الله اخندزاده سره په مستقيم تقابل کې واچوي. د نيويارک ټايمز د راپور په اساس، د طالبانو زياتره مشران د اخندزاده له نظرونو سره مخالفت کوي، خو ډېر کم خلک جرات لري چې دغه مخالفتونه ښکاره کړي. حقاني د خپلو ډيپلوماټيکو اړيکو له لارې هڅه کوي چې د طالبانو په دننه کې د اصلاحاتو لپاره نړيوال ملاتړ ترلاسه کړي.

د حقاني ډيپلوماسي او نړيوالې ننګونې

سراج الدین حقاني که څه هم له بېلابېلو هېوادونو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو جوړولو هڅه کوي، خو هغه په نړيواله کچه له لویو ننګونو سره مخ دی. متحده ایالات، چې لا هم د حقاني شبکه يوه تروريستي ډله ګڼي، له حقاني سره د تعامل کولو لپاره ډېره لږه لېوالتیا لري. په ۲۰۱۲ کال کې، امريکا په رسمي توګه د حقاني شبکه خپل تروريستي ډلو په لېست کې شامله کړه او د سراج الدين حقاني د نيولو په بدل کې يې جايزه وټاکله.

د نيويارک ټايمز راپور له امريکا سره د حقاني د کورنۍ تاريخي اړيکو ته هم اشاره کوي. د شوروي جګړې پر مهال، جلال الدين حقاني، د سراج الدين حقاني پلار، د سي آی اې سره نږدې اړيکې درلودې او له دې ادارې څخه يې مالي او پوځي ملاتړ ترلاسه کاوه. خو له ۲۰۰۱ کال وروسته چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ، دا اړيکې په بشپړ ډول پرې شوې او د حقاني شبکه د امريکا يو له اصلي دښمنانو څخه پېژندل کېده.

د دې راپور پر بنسټ، سراج الدين حقاني، د خپلو ډيپلوماټيکو هڅو سره سره، لا هم د امريکا لخوا تر څار لاندې دی او دا مسله يې له لويديځو هېوادونو سره د ډيپلوماټيکو هڅو پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي. سره له دې، حقاني د روسيې او چين په څېر د سيمې ځينو هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري، چې دغه هېوادونه په افغانستان او طالبانو په اړه جلا او متفاوت نظر لري.

راپور ټينګار کوي چې سراج الدين حقاني نه يوازې د طالبانو په مشرتابه کې يو له مهمو څېرو څخه دی، بلکې د طالبانو په دننه کې د نارضايتۍ او اصلاحاتو د غږ په توګه راڅرګند شوی دی. د طالبانو لوړپوړو چارواکو ترمنځ ژور اختلافات او کورني درزونه، د هغه موقف د شيخ هيبت الله اخندزاده د سختدريځو پاليسيو په وړاندې پياوړی کړی دی. له دې ټولو سره سره د نړيوال ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د حقاني هڅې لا هم له سترو ننګونو، په ځانګړي ډول د امريکا د مخالفت، سره مخ دي.