له درېو امریکایي ولسمشرانو سره د پوتین د شطرنج لوبه: څنګه سپینه ماڼۍ د کرملین په دام کې ولوېده؟

حاميه نادري

طرز پرس

3 عقرب 1403

OIP.jpg

طرز پرس: د امریکا نوموتی خبریال باب ووډوارډ په خپل نوي کتاب «جګړه» کې د ولادیمیر پوتین او د درېو امریکایي ولسمشرانو، باراک اوباما، ډونالډ ټرمپ، او جو بایډن ترمنځ اړیکو ته کتنه کړې او لیکلي چې څنګه پوتین د تېر ایستنې پیچلي تاکتیکونه کارولي، تر څو ډیپلوماټیک او ستراټژیک امتیازونه ترلاسه کړي.

ووډوارډ د استخباراتي راپورونو او له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره د مرکو پر بنسټ استدلال کوي چې پوتین په ځانګړي مهارت سره د امریکا له کورنیو سیاستونو او احساساتو سره لوبې کړي دي او د دې هیواد ولسمشران یې د خپلې ګټې لپاره کارولي دي.

د سي آی اې مشر ویلیم برنز په وینا: «پوتین د نړۍ په کچه د دوکې کولو استاد ګڼل کېږي. هغه توانېدلی چې د خلکو د شخصیتي او سیاسي تضادونو څخه ګټه واخلي او خپلې پالیسۍ په زړورتیا سره پر مخ یوسي» (نیویارک ټایمز).

له اوباما سره د پوتین تعامل: سایبري بریدونه او د اوکراین بحران

د باراک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال، پوتین په ځانګړې توګه د سایبري او سیمه ییزو سیاستونو په برخو کې فعالانه یرغلیز ګامونه پورته کړل. په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په ټاکنو باندې سایبري بریدونه یو له روښانه بېلګو څخه وو. راپورونه وايي چې د ۲۰۱۶ کال د روسیې د مداخلې دوسیې ځانګړي پلټونکي، رابرت مولر، په خپلو څېړنو کې دې پایلې ته رسېدلی و چې پوتین په شخصي توګه امریکا ته د سایبري بریدونو امر کړی و او غوښتل یې چې د ټاکنو پایلې د ټرمپ په ګټه واړوي (واشنګټن پوسټ، ۲۰۱۹).

سربېره پر دې، په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین بحران او له روسیې سره د کریمې یوځای کېدل د پوتین او اوباما ترمنځ په اړیکو کې یو بل مهم پړاو و. د امریکا پخوانی سفیر دانیل فراید په فارن افرز کې په یوه مقاله کې لیکي: «اوباما په پرله‌پسې ډول هڅه وکړه چې د خبرو اترو او بندیزونو له لارې پوتین تر فشار لاندې راولي، خو پوتین وښوده چې هیڅکله یې د شاتګ اراده نه درلوده او په پایله کې امریکا په دې ونه توانېدله چې د هغه له یرغلیزو اقداماتو مخنیوی وکړي.»

ټرمپ او پوتین: یوه عجیب او مشکوکه اړیکه

ډونالډ ټرمپ، د امریکا هغه ولسمشر چې د پوتین په وړاندې د خپلو ځانګړو دریځونو له امله له ډېر انتقاد سره مخامخ شو، څو ځله یې پوتین ته د «درناوي» په اړه خبرې کړې دي. ټرمپ په یوه مرکه کې باب ووډوارډ ته ویلي و: «پوتین ماته احترام لري او زه هم ورته احترام لرم. موږ یو بل ښه پېژنو» (واشنگټن پوسټ، ۲۰۲۰). دغه نظر د ډېرو امریکایي امنیتي چارواکو له لیدلوري سره په ټکر کې و. د امریکا د ملي استخباراتو پخواني مشر، ډن کوټس، په یوه مرکه کې ووډوارډ ته وویل: «دا لا هم زما لپاره یوه معما ده چې ولې ټرمپ له پوتین سره دومره نژدې اړیکه لري او تل یې ستاینه کوي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ښکاره ده پوتین له هغه سره لوبه کوي.»

د ټرمپ او پوتین ترمنځ یوه حساسه شیبه د ۲۰۱۸ کال په هلسینکي کې د هغوی لیدنه وه. ټرمپ په دې لیدنه کې د امریکا د استخباراتو د ادارو موندنې په اړه د تایید پر ځای، په عامه توګه د پوتین ملاتړ وکړ او ویې ویل: «پوتین په کلکه د روسیې مداخله ردوي، او زه دلیل نه وینم چې باور وکړم روسیې مداخله کړې ده» (سي‌ان‌ان، ۲۰۱۸). دې څرګندونو د امریکایي امنیتي چارواکو او سیاستوالو شدید غبرګونونه راوپارول او د ټرمپ اړیکې له خپلو استخباراتي ادارو سره تر جدي پوښتنې لاندې راوستې.

پوتین او بایډن: د اوکراین پر سر ترینګلتیاوې او پېچلې اړیکې

جو بایډن چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د امریکا ولسمشر دی، د پوتین پر وړاندې سخت دریځونه نیولي دي. د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې، بایډن په یوه خصوصي ناسته کې د پوتین د اټومي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل: «زه پوتین پېژنم او کله چې هغه د تاکتیکي او اټومي وسلو د احتمالي کارونې په اړه خبرې کوي، هغه ټوکه نه کوي» (نیویارک پوسټ، ۲۰۲۰). د استخباراتي شنونکو په وینا، د بایډن دا اندېښنه څرګندوي چې امریکا له روسیې سره په یوه لویه ستونزه کې ښکېل شوې ده.

پوتین په خپلو لیدنو کې تل هڅه کړې چې له اصلي مسایلو څخه ځان وباسي او د اوکراین په اړه د بایډن پوښتنې له پامه وغورځوي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۱ کال کې د دواړو مشرانو ترمنځ په یوه لیدنه کې، پوتین داسې مهال چې ۱۱ زره سرتیري یې د اوکراین په پوله ځای پر ځای کړي وو، د بایډن پوښتنو ته بې‌پروايي وکړه او پر ځای یې وپوښتل: «ولې تاسو له افغانستانه ووتئ؟» (واشنگټن پوسټ). د پوتین دا اقدام ښکاره هڅه وه چې د بایډن فکر بلې خوا ته واړوي او د امریکا د بهرني سیاست کمزورتیاوې په ډاګه کړي.

د پوتین مختلفې ستراتیژۍ: له نړیوالو مشرانو سره د سپکاوي او ستاینې لوبې

د نړیوالو مشرانو پر وړاندې د پوتين د تل پاتې تاکتیکونو څخه یو هم سپکاوی او ستاینه په یو وار کارول دي، څو رواني کنټرول ترلاسه کړي. د جرمني پخوانۍ صدراعظمې، انګیلا مرکل، په ۲۰۰۷ کال کې په یوه لیدنه کې خپل تجربه بیان کړه چې پوتین خپل لوی سپی کوټې ته راوست، سره له دې چې پوهېده مرکل له سپیو وېره لري. د پوتین دا اقدام د سپکاوي او رواني لوبې په توګه تفسیر شو (فایننشل ټایمز).

برعکس، پوتین په ۲۰۲۲ کال کې د بریتانیا له لومړي وزیر بوریس جانسن سره په لیدنه کې وتوانېد چې جانسن غیر رسمي توګه تایید کړي چې «اوکراین به ناټو ته نه یوځای کېږي.» دا اقدام د پوتین لپاره یو له ډیپلوماتیکو بریاوو څخه ګڼل کېږي، ځکه جانسن وروسته وویل چې پوتین هغه «په دام کې راګیر کړ» (ګارډین).

پایله: پوتین د یو زیرک نړیوال لوبغاړي په توګه

پوتین له رواني مهارتونو او زیرکیو سره توانېدلی چې نړیوال سیاستونه د خپلې ګټې لپاره بدل کړي او د نړیوالو سیاستمدارانو له تضادونو او کمزورتیاوو څخه ګټه واخلي. په ځانګړې توګه په خپلو اړیکو کې له امریکایي ولسمشرانو سره، هغه ښودلې چې څنګه کولی شي له رواني لوبو، چاپلوسۍ او سپکاوي څخه کار واخلي، آن تر ټولو لوی نړیوال ځواکونه هم تېرباسي او مهم امتیازات ترلاسه کړي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور جان بولټن په وینا: پوتین په پوره دقت سره د خپلو مخالفینو حرکتونه څاري او له هرې موقع څخه ګټه پورته کوي چې د هغوی کمزورتیاوې په ډاګه کړي. هغه یو بې‌ساري ستراتیژیست دی چې تل څو ګامونه وړاندې فکر کوي.