د طالبانو له راستنېدو درې کاله وروسته؛ د ځپنې او محدودیتونو تر سیوري لاندې د افغانو ښځو ژوند

حامیه نادري

طرز پرس

25 سنبله 1403

e70462e4-f237-43bc-bafa-dcb394cdf0b1.jpeg

درې کاله کېږي چې طالبان په افغانستان کې واک ته راستانه شوي او په دې موده کې افغانې ښځې خپل د ژوند تر ټولو بد وختونه تجربه کوي. افغانې ښځې چې مخکې یې د پرمختګ او ودې په لور ګامونه اخیستي وو، خو د طالبانو له راتګ سره په چټکۍ له محدودیتونو، ځپنو او محرومیتونو سره مخ شوې.
طرز پرس - طالبانو له ۸۰ څخه د زیاتو سختو فرمانونو په صادرولو سره، افغانې ښځې په سیسټماتیک ډول له ټولنیزو، اقتصادي، او ان شخصي برخو څخه حذف کړې دي. دا پراخ او سیسټماټیکه ځپنه د دې لامل شوی چې د ښځو ډېری حقونه او آزادۍ لکه د زده کړو حقونه، د کار حقونه، او ان فردي آزادۍ په کلکه محدود شي.

د تعلیم له منځه تللې هیلې

د افغانو ښځو پر وړاندې د طالبانو یو له لومړنیو اقداماتو څخه د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل وو. طالبانو د نجونو زده کړې د خپلو تعابیرو خلاف ګڼلې او ژر یې امر وکړ چې ټولې متوسطه ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل شي. په تېرو دوو لسیزو کې، د ښځو لپاره د زده کړو لاسته راوړنې ټولنې ته تازه هیلې ورکړې وې. افغانې نجونې په پراخه توګه ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاسرسی درلود او ډېری یې لوړو زده کړو ته رسېدلې وې؛ خو د طالبانو له واکمنېدو سره، دا هیلې یو دم ورکې شوې. هغه نجونې چې مخکې یې د روښانه راتلونکي په هیله ښوونځیو ته تلل، اوس د زده کړو له حق څخه بې برخې او په زوره په خپلو کورونو کې بندیانې شوې دي.

کار: اقتصادي وابسته ګۍ ته ستنیدل

په هغه وخت کې چې طالبان نه وو، افغان ښځو په تدریجي ډول په ټولنه کې مهم مقامونه ترلاسه کړي وو. دوی په بېلابېلو برخو کې، لکه سیاست، اقتصاد، ښوونه، او حتی نظامي برخو کې فعالې وې. ښځو د مسلکي کارونو په برخه کې لکه ډاکټرۍ، ښوونې، حقوق او سیاست کې مهم ونډه درلوده؛ خو د طالبانو له راتګ سره دا ټول لاسته راوړنې له منځه ولاړې. طالبانو په ډېرو برخو کې ښځې د کار کولو څخه منع کړې، او حتی له محرم پرته له کوره د وتلو اجازه هم نه ورکوي، چې په دې ډول یې هغوی له اقتصادي فعالیتونو څخه هم محرومې کړي. اوس یوازې په ځینو برخو لکه روغتیا او ابتدایي زده کړو لپاره ښځې فعالیت کولی شي، او په دې برخو کې هم له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

قوانین: له عامه فضا څخه د ښځو محرومول

طالبانو په سختو او غیر منطقي ټولنیزو قوانینو سره په عملي ډول ښځې له عامه او ټولنیز ژوند څخه ایستلي دي. له اجباري حجاب نیولې تر محرم سره د وتلو پورې، دا قوانین په داسې ډول جوړ شوي چې ښځې په ټولنه کې لږ تر لږه حضور ولري. طالبان د دې قوانینو په پلي کولو سره ښځې کورونو کې بندیانې کړي، او له ټولنیز ژوند څخه یې په بشپړه توګه حذف کړي دي.

تاوتریخوالی او ځپنه: ګواښ او چوپتیا

د طالبانو ځپونکي سیاستونه د ښځو پر وړاندې سیسټماتیک تاوتریخوالي او ځپنې ته هم زمینه برابره کړې. په تېرو درې کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي راپورونه ډېر شوي دي. په دې تاوتريخوالي کې جنسي تیري، شکنجې، جبري ودونه او د مرګ ګواښونه شامل دي. طالبان په سیسټماتیک ډول هڅه کوي چې هر ډول معترضه غږ یا د ښځو د حقونو فعالانې خاموشې کړي. دا فرمانونه او قوانین د ښځو ژوند له یو جدي ننګونې سره مخامخ کړي، چې هغوی یې له خپل آزاد ژوند څخه بې برخې کړي، او حتی د ورځني ژوند ساده اړخونه یې هم تر اغیز لاندې راوستي دي.

پایلې:

۱. له زده‌کړو څخه د نجونو بشپړه محرومیت: افغان نجونې په بشپړ ډول له زده‌کړو محرومې شوي دي، چې طالبان د دوی د تعلیمي او مسلکي خوبونو له منځه تللو لامل شوې ده.
۲. د بې وزلۍ زیاتوالی او د ښځو اقتصادي تړاو: د ښځو د کار مخنیوي سره، هغوی په بشپړه توګه د کورنۍ نارینه وو پورې تړلې شوې دي، چې دې چارې په ټولنه کې د بې وزلۍ زیاتوالی رامنځته کړی دی.
۳. له عامه ژوند څخه د ښځو ایستل: د طالبانو سخت‌دریځه قوانین د دې لامل شوي چې ښځې له ټولنیز او عامه ژوند څخه لرې او څنډې ته شي.
۴. د ښځو په وړاندې د سیستماتیک تاوتریخوالي زیاتوالی: جنسي تېری، وهل ټکول او په زور ودونه په پراخه کچه زیاتې شوي، چې د ښځو برخلیک یې له ځورونکو حالاتو سره مخ کړې ده.
۵. د معترضو ښځو د غږونو خاموشه کول او ځپل: هر ډول اعتراض یا د ښځو د حقونو فعالینو هڅې په کلک ممانعت سره مخ شوي او ګڼ شمېر ښځینه فعالانې اړ شوې دي چې له هېواده تېښته وکړي.
۶. د خدمتونو او روغتیايي برخو کمزوري کول: له کار کولو د ښځو منع کېدل، د ټولنیزو او روغتیايي خدمتونو په کیفیت کې منفي اغیزې کړي دي.
۷. د ذهني او رواني ستونزو زیاتوالی: ټولنیزو او اقتصادي محدودیتونو ښځې له سختو ذهني ستونزو لکه خپګان او عصبي تکلیفونو سره مخ کړې دي.
۸. پر راتلونکو نسلونو منفي اغېزې: د ښځو د اساسي حقونو، په ځانګړې توګه له زده‌کړو او کار څخه محرومیت د ماشومانو او راتلونکو نسلونو پر ژوند هم منفي اغېزه کړې او هغوی یې له پرمختګ څخه بې‌برخې کړي دي.
۹. د ښځو د کلتوري او ټولنیز هویت کمزوري کول: طالبانو نه یوازې ښځې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړې، بلکې د هغوی کلتوري او ټولنیز هویت یې هم کمزوری کړی دی.
۱۰. د ټولنیزو کړکېچونو او بې‌ثباتۍ زیاتوالی: د طالبانو سیاستونه د جنسي نابرابرۍ او ټولنیزو کړکېچونو د زیاتېدو لامل شوې، چې ټولنه یې د زیاتې بې‌ثباتۍ په لور بیولې ده.

د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته ویلی شو چې د افغانستان ښځې د خپلو حقونو له تر ټولو سخت بشري کړکېچ سره مخ دي. د اساسي حقونو محرومیت، سیستماتیک ځپنې او پراخ تاوتریخوالی د افغانستان د ښځو راتلونکی له تیارو سره مخ کړې ده. اوس د نړیوالې ټولنې جدي اقداماتو ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده، څو دا حالت بدل کړي. که دا اقدامات تر سره نه شي، د افغانستان ښځې به د طالبانو د ظلم او ځپنې په سیوري کې ایسار پاتې وي.